لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني او جو بایډن په ټیلیفون باندې پر امنیت او سولې خبرې کړي


د امریکا صدر جوبایډن او افغان ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ د افغانستان په امنیت، د سولې په اړه په روانو هڅو او د سفارتي چارو په اړه خبرې اترې کړي دي.

صدر اشرف غني په ټوېټر لیکلي دغه خبرې یې د جمعې په ماښام په ټیلي فون کړي دي او صدر بایډن ورته ویلي امریکا به د افغان ځواکونو سره خپلې مرستې جاري ساتي.

افغان صدر لیکلي دي جو بایډن ورته د افغان قامي ځواک سره د مرستو جاري ساتلو باور ورکړی او وايي پر اعتماده دی چې دوي به د افغانستان تحفظ او دفاع کوي.

صدر غني لیکلي مونږه د امنیت او سولې د پاره د افغانانو په رایو ځای کولو زور راوړی او زیاته کړې یې ده چې امریکايي صدر ورته د افغان حکومت سره په سفارتي او اقتصادي مېدانونو کې د مرستو جاري ساتلو ژمنه هم ښودلی ده.

ددې ترڅنګ اشرف غني په ټوېټر دا هم لیکلي دي چې د امریکا صدر ورته ویلي چې د تېرو شلو کالو لاس ته راوړنو په ځای ساتلو او افغان ځواکونو په اهمیت هم خپله ژمنه ښودی ده.

ددواړو هېوادونو مشرانو ترمنځه داخبرې په داسې شوي دي چې امریکا ویلي د رانلونکي میاشتې ۳۱ اګست پورې ټول ځواکونه د افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي.

په داسې حال کې چې د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ په چټکتیا سره روانه ده د امریکا دفاع وزارت یو چارواکي د زیارت پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې دوي په تېره یوه میاشت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ کې په طالبانو یوشمېر هوايي بریدونه کړي دي.

په غبرګون کې بیا طالبانو ویلي دي چې د امریکا هوايي ځواک تېره ورځ په کندهار ، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې بریدونه کړي دي کوم چې په قطر کې د شوې امن تړون سرغړونه ده.

بل خوا د افغانستان دفاع وزارت د جمعې په ورځ دعوه کړې چې د هرات کرخ ولسوالي یې بېرته له طالبانو نیولې ده. او د جنګ په وخت یې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اړولی خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG