لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان حمدالله محب "دښمن" بللی او نوازشریف سره د هغه پر لیدو یې اعتراضونه کړي


واشنګټن ـــ د پاکستان د واکمن تحریک انصاف ګوند ځینو وزیرانو له پخواني وزیراعظم نواز شریف سره د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پر ملاقات اعتراض کړی خو د هغه لور مریم نواز بیا د دې لیدنې دفاع کړې ده.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري ویلي، له پاکستانه بهر ته د نواز شریف لېږل ځکه خطرناک وو، چې وایي هغه به د خپل هېواد په ضد په نړیوالو دسیسو کې د مرستې سبب شي. فواد چودري پر ټویټر لیکلي:

"په افغانستان کې د را [هندي استخباراتو] له تر ټولو لوی ملګري حمدالله محب سره د نواز شریف لیدل د همدې عمل [دسیسې] یو مثال دی. مودي، محب یا امرالله صالح هر د پاکستان دښمن د نواز شریف نیژدې ملګری دی".

د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون پر خپل ټویټر او فېسبوک پاڼو خبر خپور کړی وو، چې حمدالله محب او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري له نواز شریف سره په لندن کې لیدلي او پر دوه اړخیزو "د دلچسپۍ وړ" مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي‌ وو:

"دواړو لوریو پر دې نظر توافق څرګند کړ چې د متقابل درناوي په سیاست او یو د بل په چارو کې د لاس نه وهلو په وسیله د دواړو ملتونو ګټې خوندي کېدای شي".

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري هم له حمدالله محب سره د نواز شریف پر لیدو اعتراض کړی او پوښتنه یې کړې چې د دوی دلچسپۍ وړ مسایل څه وو. شېرین مزاري لیکلي:

"وروسته له هغه چې محب پاکستان ته "فاحشه خانه" وویل، د «را» ګډه دلچسپي یواځې پر پاکستان برید کېدای شي". مېرمن مزاري پر نواز شریف نیوکه کړې او وایي د پاکستان د لوټلې شتمنۍ لپاره خپلې ګټې په پام کې نیسي.

د حمدالله محب په وړاندې د پاکستاني چارواکو غوسه وروسته له هغه په توندۍ را وپارېده چې هغه په تېره مې میاشت کې د کوچني اختر په مهال په ننګرهار کې یوې غونډې ته په وینا کې پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او د طالبانو ملاتړی وباله.

حمدالله محب د خپلې هغې وینا په یوه برخه کې- چې پاکستاني چارواکي وایي پاکستان ته یې فاحشه خانه ویلي- خپلو خلکو ته څه داسې ویلي وو:

"هغه دښمن چې افغانستان درالحرب ګڼي، د دې ځای اساسي قانون ورته کفري او خپل آیین ورته اسلامي ښکارېږي، د افغانستان جوماتونه، مدارس او قاریان ورته د قتل قابل دي مګر همغلته په هیرا منډۍ کې جهاد روا نه دی".

د پاکستان د مملکت وزیر شهریار اپریدي هم پر ټویټر لیکلي، چې له حمدالله محب د نواز شریف لیدنه دا ثابتوي چې هغه د پاکستان له دښمنانو سره اړیکې لري او د خپل هېواد په ضد ترې کار اخیستل کېږي.

د پاکستان ځینو نورو وزیرانو او د مسلم لیګ نواز ګوند نورو مخالفینو هم پر دې ملاقات نیوکې او اعتراضونه کړي دي خو د نواز شریف لور مریم نواز هغوی ته په جواب کې ویلي، د نواز شریف نظریه له ګاونډیو هېوادونو سره په سوله ییزه توګه اوسېدل دي او وایي د دې لپاره هغه نه ستړې کېدونکې خواري کړې ده.

XS
SM
MD
LG