لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پولیسو په کابل کې د اختر په ورځ پر ارګ د راکټي بریدونو پلانوونکي نیولي


واشنګټن ـــ افغان چارواکي وایي څلور طالب جنګیالي یې له خپل یوه کمانډر سره په دې تور نیولي چې د اختر په لومړۍ ورځ یې په کابل کې د افغان ولسمشر پر صدارتي دفتر ارګ باندې د اختر د لمانځه په مهال توغندي ور ویشتي وو.

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې لږ تر لږه درې توغندي د جولای په 20مه هغه وخت د ارګ پر لوري ور ویشتل شوي وو، چې ولسمشر اشرف غني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، مرستیال ولسمشر امرالله صالح او ګڼ نور اعلی حکومتي چارواکي د اختر په لمانځه ولاړ وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځانګړو پولیسو د یکشنبې- اتوار په ورځ په کابل ښار کې د عملیاتو په نتیجه کې څلور وسلوال ونیول چې وایي هغه راکټي بریدونه یې پلان کړي او لاس یې پکې درلود.

که څه هم د دې برید ذمه واري داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې وه، خو د کورنیو چارو د وزارت ویاند میرویس ستانیکزي پر ټویټر لیکلي چې نیول شوي کسان طالبان دي چې وایي پکې د هغوی یو کمانډر مومن هم شامل دی:

"د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د پینځمې ناحیې اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د لوی اختر په ورځ پر لمونځ کوونکو د توغندیز برید د طرحې په تړاو د ترهګرو طالبانو یو مخکښ غړی سره له درې تنو همکارانو نیولی دی".

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې هم پر ارګ د توغندویي بریدونو ذمه واري منلې وه، خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په ارګ کې د لمانځه وېډیو خپره کړې چې ځینې لمونځ کوونکي پکې د راکټي بریدونو په مهال ناڅاپي خوځېږي او دا یې د دوی ډار بللی.

میرویس ستانیکزی وایي دغو نیول شويو وسلوالو د ترهګرۍ په ځینو نورو پېښو کې هم لاس درلود. د کورنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې دعوه کړې چې له دغو کسانو یې دوه سیټه موبایلونه او یو شمېر اسناد او شواهد هم تر لاسه کړي دي:

"یادې ډلې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې په ځانګړې توګه په پغمان ولسوالۍ کې د ترورېستي بریدونو په پلانولو او ترتیبولو کې فعال نقش درلود".

طالبانو په تېرو درو کلونو کې له خپل اړخه په اخترونو کې ډزبندي اعلانوله خو په تېر لوی اختر کې یې ډزبندي نه وه اعلان کړې، خو د دې ډلې یو ویاند سهېل شاهین ویلي وو، چې دا ځل یې نااعلان کړې ډزبندي کړې وه چې خلک په خوشالۍ اختر ولمانځي.

امریکا پر افغان صدارتي ماڼۍ دغه راکټي بریدونه غندلي وو. د جولای پر شلمه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس دا راکټي بریدونه ناوړه کار بللی وو او ویلي وو چې د سولې خبرې باید ګړندۍ شي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم د اختر د لمانځه په مهال د کابل پر صدارتي ماڼۍ توغندي ور توغول شوي وو، چې چاته یې کوم زیان نه وو اړولی او د هغو بریدونو ذمه واري هم داعش ډلې منلې وه.

XS
SM
MD
LG