لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې د طالبانو له پرمختګ سره د رسنیو د ازادۍ د پرشاتګ اندېښنې


واشنګټن ـــ په افغانستان کې د طالبانو وروستیو بریدونو او د لسګونو ولسوالیو نیولو کې یوې خواته د دې هېواد په دفترونو کې ښځې او مدني فعالان اندېښمن کړي بلې خواته یې په رسنیو کې کارکوونکي اندېښمن کړي او د بیان ازادي یې تر پوښتنې لاندې راغلې ده.

د وي او اې خبریاله عایشه تنظیم پخپل رپوټ کې وایي تېره میاشت چې په کومه ورځ طالبان په بلخ ولایت ور ننوتل له هغې ورځې «نوبهار» ځایي رېډیو خپل نشریات بند کړل او اکثر خبریالان یې چېرې پټ شول.

وایي څو ورځې وروسته «نوبهار» رېډیو بیرته خپلې خپرونې پیل کړې خو وایي دا ځل یې د عامو خپرونو او پروګرامونو پر ځای د طالبانو تیار کړل شوي پروګرامونه، نعتونه او اسلامي ترانې خپرول پیل کړل.

په رپوټ کې پوښتنه شوې چې آیا په افغانستان کې به ازاده مېډیا پاته شي؟ د صحافت د مطالعې په اړه د رایټر اداره یې په جواب کې وایي، چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت د ازادې مېډیا څه وجود نه وو، خو د دوی تر واکمنۍ وروسته 170 رېډیو سټېشنونه جوړ شول، تر سلو زیاتې ورځپاڼې پیل شوې او یو شمېر ټیلیویژنونو کار پیل کړ.

په داسې وخت کې چې بهرني ځواکونو له افغانستانه د وتلو په حال کې دي او طالبانو پر زیاتو ولسوالیو کنټرول تر لاسه کړی دی، ډېر هغه خبریالان د خپلو سرونو د ژغورنې لپاره خوندي سیمو ته تللي دي چې په ناخوندي سیمو کې یې کار کاوه.

د افغان خبریالانو د ژغورنې د کمېټۍ مشر نجیب شریفي وایي، د طالبانو تر ولکې لاندې نویو سیمو کې کارکوونکي شاوخوا 50 خبریالان په تېرو څو اوونیو کې یا خو په زور شړل شوي یا د ځانونو د بچ کولو لپاره د کار له سیمې نورو سیمو ته تللي دي.

د خبرونو خپرولو تر شل زیاتو ادارو خپل دفترونه بند کړي او پاته نورې ادارې دې ته مجبوره شوې دي چې د طالبانو د خوښې خبرونه خپاره کړي.

نجیب شریفي وي او اې ته وویل، دوی لږ تر لږه پینځه د مېډیا مرکزونه او د رسنیو شخصي ادارې لري، چې وایي له دغو مرکزونو طالبانو د خپلې خوښې او پروپیګنډې خپرونې پیل کړې دي.

شریفي وایي طالبانو موسیقي او د ښځو په ږغ کې خپرونې هم بندې کړې دي. د ده په وینا طالبانو په ډېرو سیمو کې د 1990م کلونو غوندې کارونه شروع کړي، چې دوی پخپل سخت دریځه اسلامي حکومت کې ښځو ته د را ښکاره کېدو حق نه ورکاوه.

خو د طالبانو د قطر دفتر یو ویاند سهېل شاهین وي او اې ته پر طالبانو لګېدلي دا ټول تورونه دروغ بللي او وایي دوی هغه رېډیو سټېشنونه پخپله ولکه کې اخیستي چې د افغان حکومت له خوا چلېدل.

سهېل شاهین وایي، دوی شخصي رسنیو ته د معمول غوندې د خپلو خپرونو د جاري ساتلو ویلي دي او وایي خبریالانو ته یې ویلي دي چې خپل کار ته دوام ورکړي.

د طالبانو ویاند وایي ښځو ته هم د نشریاتو اجازه شته خو حجاب به کوي، البته د موسیقۍ معامله جلا ده.

عایشه تنظیم پخپل رپوټ کې لیکي، د طالبانو پر تسلیو برسېره ځایي خبریالان په تېښته دي، وایي په دوی کې د وایس آف امریکه هغه څلور خبریالان هم شامل دي چې د ځان ژغورنې لپاره کابل ته تښتېدلي دي.

په دوی کې یوه لینا شېرزاد ښځینه خبریاله ده چې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې یې کار کاوه، د یوې ښځینه خبریالې په توګه هغې ته هلته کار ډېر ګران وو، ځکه چې وايي په وروستیو کې د مرګ ګواښونه ورته کېدل ځکه کابل ته لاړه.

رپوټ وایي افغانستان تر دې وړاندې هم د خبریالانو لپاره خطرناک ځای وو، خو اوس چې د طالبانو له بریدونو سره خبریالان د هغوی تر ولکې لاندې سیمو نه وځي، نو اوس د ازادو او بې طرفه خبرونو تر لاسه کول ګران شوي دي.

نجیب شریفي وایي کومې سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي له هغو سیمو خبرونه اوس نه راځي او دوی نه پوهېږي چې هلته څه روان دي، ځکه چې وايي اوس هلته خبریالان پر میدان نه شته او دا نه معلومېږي چې طالبان او خلک له یو بل سره څه چلند کوي.

د افغانستان د رسنیو تنظیم نی وایي، په تېر 2020م کال کې لږ تر لږه یوولس افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو یو رپوټ وایي، د 2018م او 2021م کلونو تر منځ په دې هېواد کې 33 خبریالان وژل شوي دي.

په تېرو ورځو کې په کندهار کې هم د رایټرز خبري ایجنسۍ خبریال دانش صدیقي هم د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په جګړه کې وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG