لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا: د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکوو


د امریکې د مرکزي قومندانۍ قوماندان (سېنټکام) مشر جنرل کېنت مېک کنزي ویلي د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته به دوام ورکوو. نوموړي دغه خبره د کابل د سفر په مهال خبريالانو سره په خبرو کې کړې ده.

جنرل مېک کنزي د اتوار/يکشنبې په ورځ په 25 جولايۍ د کابل سفر کړی دی.

د افغان صدارتي ماڼۍ ارګ ترمخه جنرل مېک کنزي د افغان ولسمشر اشرف غني سره ليدلي او په ليدنه کې "دواړو لوریو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لومړیتوبونو او د دوی د ملاتړ او همداراز د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې وکړې".

ویل شوي جنرال مک کینزي، د اشرف غني سره د امریکا د صدر جوبایډن د وروستي ټلیفوني تماس په اړه، جزیات هم وړاندې کړل.

په 23 جولايۍ د امریکا صدر جوبايډن د افغان ولسمشر سره په ټيليفون خبرې کړې او صدر بايډن د اشرف غني سره د افغانستان د امنيت او سولې په اړه په روانو هڅو او سفارتي چارو خبرې کړې وې.

اشرف غني د دغو خبرو په اړه ويلي وو امریکا به د افغان ځواکونو سره خپلې مرستې جاري ساتي.

د افغانستان دولتي ميډيا ویلي، جنرل مېک کنزي په کابل کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل، امریکا په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بريدونه زيات کړي او که طالبان بريدونه جاري ساتي دوی (امریکايي پوځ) هم تیار دی چې هوايي بریدونه سېوا کړي.

امریکايي جنرل په داسې حال کې د کابل سفر کړی چې امریکايي او نړيوال اتحادي ځواکونه د افغانستان نه ووځي او طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په 22 جولايۍ د امريکې د دفاع وزارت ويلي وو امریکې په تيرو 30 ورځو کې د افغانستان په بېلابيلو برخو کې د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ په طالبانو بريدونه کړي دي.

طالبانو ویلي دغه هوايي بريدونه په قطر کې د شوي تړون سرغړونه ده او نتيجې به ولري.

په 21 جولايۍ د امریکې د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک ميلی ويلي وو د افغانستان په ولسواليو/ ضلعو کې د نيمې پورې چې نزدې 212 جوړیږی مرکزونه يې د طالبانو په لاس کې دي.

د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن په 24 جولايۍ ويلي وو

"لومړی کار دا ډاډ تر لاسه کول دي چې افغان ځواکونه کولی شي د طالبانو پرمختګ ورو کړي او بیا دا وړتیا تر لاسه کړئ چې په کارولو سره یې هغه سیمې- چې طالبانو نیولې- بیرته ونیسئ.

XS
SM
MD
LG