لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلينکن د هند او کوېت په سفر روان شوی په افغانستان او نورو موضوعاتو به خبرې کوي


د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن ويلي د هند او کوېت په سفر روان شوی دی، هغه ویلي په هند پېسفک او منځني ختيځ که به د خپلو همکارانو سره په شريکو ګټو د مرستو او ملاتړ دپاره مشورې او خبرې وکړي.

نوموړي دغه خبره په ټويټر کړې ده.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي بلينکن به د 26 نه 29 جولايۍ پورې د نوي ډهلي او کوېت په سفر وي او په دغه سفر کې به د امریکا د همکارانو سره د اړیکو پياوړي کولو او شريکو ګټو په موضوعاتو خبرې کوي.

ويل شوي نوموړی به په 28 جولايۍ د هند د وزیراعظم نريندرا مودي او د بهرنيو چارو وزير ډاکټر اېس جی شنکر سره ويني او د کرونا وبا پرضد د ګډې مبارزې، هند پېسفک سره اړيکو، شريک سيمه ييزه امنيت، شريکو کورنيو اقدار او د چاپيریال په موضوعاتو بحث وکړي.

په بيان کې زياته کړی شوې نوموړی به په 28 جولايۍ بيا د کوېت سفر کوي او د کوېت د چارواکو سره په دوه اړخيزه چارو خبرې اترې کوي.

د انتوني بلينکن دا د امريکې د بهرنيو چارو د وزیر په توګه د هند لومړی سفر دی.

د هند د بهرنيو چارو وزارت په 23 جولايۍ د انتوني بلينکن د سفر په اړه ويلي وو هغه به د هند د لوړ پوړې مشرتابه سره ويني او په دوه اړخيزه اړيکو، کرونا وبا، هند پېسفک سیمې، د افغانستان او په ملګرو ملتونو کې د مرستو په سر خبرې کوي.

انتوني بلينکن د هند او کوېت سفر په داسې حال کې کوي چې امريکا د افغانستان نه خپل ځواکونه اوباسي.

د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ويستلو د پېل کېدو سره په دغه هېواد کې طالبانو بريدونو ته زور ورکړی دی.

په وروستیو کې امریکا ویلي په افغانستان کې يې د افغان ځواکونو په ملاتړ بريدونو کړي او دغه بريدونه به دوامداره ساتي.

XS
SM
MD
LG