لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو نومیالی سندرغاړی ایوب استاد د 95 کلنۍ په عمر مړ شو


واشنګټن ـــ د پښتو ژبې مشهور سندرغاړي ایوب استاد له اوږدې ناروغۍ وروسته نن د 95 کلنۍ په عمر د ا فغانستان په ننګرهار ولایت کې په یوه روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

ایوب استاد په خپل ژوند کې تر نیمې پېړۍ زیاته برخه د پښتو موسیقۍ خدمت ته ورکړې وه او په دې موده کې یې ګڼ‌ شمېر سندرې ویلې چې ډېرې یې د افغانستان له ملي رېډیو ټیلیویژن سره ریکارډ دي.

د افغانستان رسنۍ وایي ایوب استاد له تېرو شاوخوا لسو کلونو د ناروغۍ پر بستر پروت وو چې وایي له دوو کالو راهیسې یې د لیدو، غږېدو او ګرزېدو توان بایللی وو.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د څانګې مرستیال هارون حکیمي د ایوب استاد مړینې تایید کړې او پر خپله فېسبوک پاڼه یې د هغه مړینه یوه هنري ضایع بللې ده.‌ ښاغلي حکیمي لیکلي:

"د هیواد د مینې او ژوند خوږې سندرې یې پر خپل ولس پېرزو کړې او نن تر ‌‌‌‌‌‌ډېر هنري خدمت وروسته خپل ابدي کور ته ستنېږي".

هارون حکیمي لیکلي چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته یې د ایوب استاد د جنازې د مراسمو د درناوي او ترتیبولو دنده سپارلې ده او وایي:

"د موسیقۍ د ریاست له لوري به یې د کورنۍ سره همدا نن مالي مرسته وسي"، خو دا یې نه دي ویلي چې له کورنۍ سره به یې څومره مرسته کوي.

د ایوب استاد د سندرو کمپوزونه دومره مشهور دي چې ګڼ شمېر نورو سندرغاړو هم کټ مټ هغسې ویلي او په ولس کې مشهور شوي دي او ده په لسګونو شاګردان روزلي چې اوس د پښتو لوی سندرغاړي دي.

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د ایوب استاد پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او له عبدالله مقري وروسته یې د هغه مړینه پښتو موسیقي ته لوی زیان بللی دی. د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخپل بیان کې لیکلي:

"استاد ایوب د ژوند ډېر کلونه د خپل ولس په هنري چوپړ کې تېر کړل، خوږ آواز یې لاره او د ژوند، مینې او سولې سندرې یې وویلې. په سندرو کې د ځانګړي سبک خاوند و او خلکو په ډېره مینه د هغه سندرې اورېدې او ورته ګران وو".

د مشال رېډیو د رپوټ له مخې ایوب استاد په 1926م کال د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې زېږېدلی وو او نن په همدې خپله سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

د ایوب استاد ځینې سندرې ډېرې مشهورې وې چې په هغوی کې «لېونۍ مینې کړم اشنا له بیابانه سره: پرېږده چې ګرزم لېونی په غرونو»، «اې عشقه نامراده تا څه په غمو سر کړم: عالم زیست و روزګار کا زه تل خونِ جیګر خورم».

د ازادي رېډیو د رپوټ له مخې ایوب استاد دوه زامن لرل چې وایي یو مړ دی او یو له څه مودې راهیسې ورک دی، دوې لوڼې لري چې هغه په پېښور کې واده دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG