لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټالټنبرګ: ناټو به له افغانستان سره په مالي او روزنیزو برخو کې مرستو ته دوام ورکړي


واشنګټن – د ناټو عمومي منشي ینز سټالټبرګ له افغان ولسمشر اشرف غني سره له ټیلیفوني خبرو وروسته ویلي، چې ناټو به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.‌

سټالټبرګ د نهې یا سې شنبې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه باندې لیکلي، خوښ شوم چې له ولسمشر غني سره مې نن خبرې وکړې.

ښاغلي سټالټبرک وړاندې لیکلي، "د افغانستان امنیتي وضعیت په ژغوره یو چلنج پاتې دی او د خبرو له لیارې یوه جوړجاړي ته اړتیا لري. ناټو به له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي چې په هغه کې مالي مرسته، ملکي حضور او له هېواده بهر روزنه شامله ده."

تر دې څو ورځې وړاندې د جولای په ۲۴ نېټه د امریکا ولسمشر جو بایډن هم له افغان ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان پر امنیت، د سولې په روانو هڅو او سفارتي چارو باندې خبرې کړي.‌

ولسمشر غني هغه مهال په خپل ټویټر باندې لیکلي وو چې ولسمشر بایډن ورته ویلي چې هېواد به یې له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.‌

ښاغلي غني دا هم لیکلي وو چې بایډن ورته بایډن ورته له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دی باور لري چې دوی به د افغانستان دفاع وکړي.‌

بل پلو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) مشر جنرال کېنټ میکینزي ویلي، چې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته به دوام ورکوي.

نوموړي دغه خبره د اتورا یا یکشنبې په ورځ چې د جولای د میاشتې له ۲۵ سره سمون خوري له کابل څخه د خپل سفر پر وخت کړې ده.

د ناټو او امریکا مشرانو په داسې حال کې له ولسمشر اشرف غني سره ټیلیفوني خبرو کې د مرستې ډاډ ورکړی چې د امریکا د فاع وزارت یو چارواکي د تېرې زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي دي، چې دوی په تېرې یوه میاشت کې په طالبانو یو شمېر هوايي بریدونه کړي دي.‌

بل پلو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان د نهې یا سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې په زرګونو بهرني ترهګر په ځانګړي توګه پاکستانیان د افغانانو په وړاندې جګړه کوی.

ښاغلي امان دا هم وویل، هره ورځ په ګڼ شمېر ترهګر وژل کېږي او مړي یې د جګړې په ډګر پاتې وي چې له ځینو سره یې بهرني شناخت کاردونه او نور داسې اسناد هم موندل شوي دي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG