لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په کندهار کې د نظرمحمد خاشه په نوم ټوکمار وژلی


نظر محمد خاشه
نظر محمد خاشه

واشنګټن ـــ طالبانو په کندهار کې د نظر محمد په نوم د سیمې یو مشهور ټوکمار وژلی چې په «خاشه» مشهور وو، خلکو د طالبانو د ګام په کلکه غندلی خو طالبان وایي‌ هغه پولیس وو او د دوی په مشرانو پسې یې سپکې سپورې ویلې.

ناتایید شوې سرچینې وایي طالبانو درې ورځې مخکې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په ذاکر شریف سیمه کې هغه له خپل کوره ایستلی او وژلی دی.

سرچینې وایي د هغه مړی په یوه دښته کې موندل شوی چې لاسونه یې شا ته تړل شوي وو او پر سر په مرمیو ویشتل شوی وو.

نظرمحمد ته ښایي د کندهار خلکو ځکه «خاشه» یعنې «لږ» یا «ټوټه» وایه چې هغه په وجود کوچنی وو او پر ټولنیزو رسنیو د هغه په ځینو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې هغه په کندهارۍ لهجه ټوکې کوي او خلک ورته خاندي.

پر ټولنیزو رسنیو یوه وېډیو خپره شوې چې پکې لیدل کېږي نظر محمد «خاشه» په یو موټر کې ناست دی او یوې بلې خواته یې ولسوال کسان دي چې ویل کېږي طالبان دي.

په خبرو کې یو تن پوښتنه ځنې کوي چې "خاشه چېرې یې ونیولې؟"، دی ورته وایي "په کور کې"، په همدې خبرو کې پر څنګ ورسره ناست کس هغه پر مخ په چپلاخو وهي او د موټر له کړکۍ دباندې ولاړ دوه تنه ورته وایي:

"ویې ځړوئ ویې ځړوئ چې دغسې یې پرې نه ږدئ".

دا پېښه شاوخوا څلور ورځې مخکې شوې ده، طالبانو د هغه د وژنې ذمه واري پر غاړه اخیستې ده. د طالبانو ویاند قاري‌ یوسف احمدي د جولای پر 23مه پر ټویټر لیکلي دي:

"د کندهار ښار اړوند 15مې حوزې په سیمه كې نن سهار بدنام اربکی (خاشه) چې د علماوو او د اسیرو مجاهدینو توهین به یې کاوه د چریکي برید په ترڅ کې و وژل شو".

رپوټونه وایي‌ چې طالبانو په کندهار کې د خپلو مخالفینو د کورونو د تالاشۍ په مهال نظر محمد خاشه هم له خپل کوره ایستلی او په ډند ولسوالۍ کې یې په ونه پورې تړلی او غاړه یې ور غوڅه کړې ده.

پر ټولنیزو رسنیو خلکو د نظر محمد خاشه وژنه په کلکه غندلې ځکه چې وایي هغه یو بېګناه تن او ټوکمار وو او طالبان یې د هغه پر وژنه "وحشیان" بللي دي. د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح د ټوکمار خاشه وژنه ظلم بللی او پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي:

"د کندهاري خاشه ځوان صحرایي اعدام ښکاره کوي چې طالبان نه د شریعت پابند دي، نه عدالت، نه قانون او نه انسانیت لري، دا ډله ډېره جاهله او وحشي ده".

پر ټولنیزو رسنیو په خپاره شوي عکس کې لیدل کېږي چې د نظر محمد خاشه مړی په یوه کرولا موټر کې د شا له خوا بې له تابوته په کفن کې پروت دی او د هغه ښځه په پټ مخ او درې اولادونه یې یوه بل څنګ ته ناست دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG