لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: د افغانستان جګړه کورنۍ نه بلکې د ترهګرو ډلو جګړه ده


واشنګټن ـــ په کابل کې د همږغۍ او څآرنې د بورډ ځانګړې غونډه شوې چې پکې ولسمشر غني ویلي، ډاکټر عبدالله او د ملګرو ملتونو استازې د طالبانو په روانو بریدونو اندېښنې څرګندې کړې او د سولې پر خبرو یې ټینګار کړی دی.

په دې غونډه کې تر 28 زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې. ښاغلي غني په خپلو خبرو کې سولې ته په اشارې وویل، طالبانو ته یواځینۍ حل لاره هغه سیاسي روغه جوړه ده چې د ټولو خلکو خوښه پکې شامله وي.

د ښاغلي غني په خبره افغانستان کې اوسنۍ روانه جګړه، کورنۍ نه ده بلکې د ترهګرو‌ ډلو جګړه ده او که څوک یې د افغانانو جګړه بولي هغوی د جګړې پراخ تصویر نه ویني.

د ښاغلي غني په وینا د ماینونو ځای پر ځای کول، موټربم او ځانمرګي بریدونه، د مرګ بیړنۍ سزاوې، غچ اخیستونکي قتلونه او جبري ودونه له بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو مثالونه دي چې په افغانستان کې روان دي.

ښاغلي غني په غونډه کې وویل چې د نړیوالو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د جیش محمد، لشکرِطیبه او داعش پراخ اغېز جګړې ته نوي سیمه ‌ییز او نړیوال اړخونه ورکوي.

افعان ولسمشر اشرف غني په پرانیستونکې وینا کې وویل، له ناامنیو سره سره وچکالي او د جګړو له کبله د کورنیو بې ځایه کېدل هغه نورې ستونځې دي چې حکومت به یې ورته پام کوي.

افغان ولسمشر له نړیوالې ټولنې وغوښتل، دې خبرې ته دې بیا کتنه وکړي طالبان او د دوی ملاتړي سولې ته لېواله دي که نه. ښاغلي غني وویل:

"د نړۍ اسلامي عالمانو د طالبانو له خوا پیل شوې جګړې په اړه ویلي چې روانه جګړه هیڅ دیني او مذهبي اړخ نه لري".

د افغانستان د ملي‌ روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، په افغانستان کې روان تشدد د هېواد پر حالاتو او د سولې پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی.

ښاغلي عبدالله د قطر پر بین الافغاني مذاکراتو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه خبرې سستې روانې دي، وایي د افغانستان روانه شخړه سوله ییز حل لاره غواړي او د سولې لاره بین الافغاني سنجیده مذاکرات دي:

"څو ورځې وړاندې د طالبانو له استازو سره په قطر کې د دوی ټینګار دا وو چې پاته طالب بندیان دې ژر خوشي شي او د اساسي قانون په جوړېدو دې ژر بحث وشي، موږ ورته وویل دا باید وشي خو ژر نه کېږي".

ډاکټر عبدالله وایي د سولې هر ډول خبرو ته چمتو دي او تمه لري یو سیاسي اتفاق ته سره ورسېږي خو وایي سیاسي روغه جوړه باید یو اړخیز نه، بلکې ټول اړخونه باید پکې شامل وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما مشرې ډېبورا لاینز په دې غونډه کې وویل چې تلپاتې سولې ته د رسېدلو لپاره باید ژر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات د مینې په فضا کې پیل شي.

اغلې لاینز په افغانستان کې د طالبانو وروستي پرمختګونه د اندېښنې وړ وبلل او وایي "د جګړې په ډګر کې د پرمختګ ذمه واري پر طالبانو راځي، نړۍ له نیژدې ګوري چې دوی اوس څه ډول عمل کوي".

په کابل کې د همږغۍ او څارنې د ګډ بورډ له خوا دا غونډه د جنېوا په کنفرانس کې د شویو ژمنو د عملي کولو او په نومبر میاشت کې د اعلی چارواکو غونډې ته د چمتوالي لپاره رابلل شوې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG