لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان هایکورټ امر کړی نور به ښځه په جایداد کې له خپلې برخې نه محرومه کېږي


واشنګټن ـــ بلوچستان هایکورټ له پلارني میراثه د ښځو د محرومۍ په یوه مقدمه کې پرېکړه کړې چې که له دې وروسته څوک ښځې ته په جایداد کې ونډه ور نه کړي نو د هغه جایداد انتقال به غیرقانوني وي او حکومت ته یې امر کړی چې دا پرېکړه په سختۍ سره عملي کړي.

عدالت پخپله پرېکړه کې لیکلي چې په میراث کې باید لومړی د ښځو په ګډون د ټولو ونډه لرونکو نومونه شامل شي، وایي "که کوم څوک په مېراث کې د ښځو ونډه لرونکو نومونو پټ کړي يا یې ځنې وباسي دا ټوله د ميراث پروسه چې د نورو نومونو ته اوښتې وي هغه به منسوخ شي ."

دا پرېکړه د هایکورټ دوه کسیز بینچ کړې چې مشري یې چیف جسټس جمال خان مندوخېل او قاضي کامران ملاخېل کوله او پخپله پرېکړه کې یې ویلي چې "قرآن مجید هم د ښځو حقونه خوندي کړي دي چې له هغه بېخي انکار نه شي کېدای او ښځې د خپلو مړو مشرانو په میراث کې حق لري".

په میراث خصوصاً په جایداد کې د ښځو د محرومۍ په ضد بلوچستان هایکورټ ته سیاستوال او وکیل ساجد ترین درخواست ورکړی وو او هغه د وي او اې ډیوه له خبریال حمید سمسور سره په خبرو کې د دې پرېکړې هرکلی کړی دی:

"ښځه ډېره مظلومه طبقه ده، دوی ته په وراثت کې حصه نه ورکول کېده، بلوچستان هایکورټ یوه ډېره جامع او مکمله فیصله وکړه، داسې فیصله د ښځو د حقونو په اړه د پاکستان د عدلیې په تاریخ کې نه وه راغلې".

هایکورټ د بلوچستان ټولو وړو عدالتونو ته امر کړی چې د ښځو د میراث په اړه د مقدمو پرېکړې دې له یوې تر شپږو میاشتو پورې کوي او وایي که د پرېکړې په ضد څوک درخواست ورکړي هغه دې هم په یوه میاشت کې فیصله شي.

عدالت ویلي هیڅ یوه ښځه چې په جایداد کې حق لري د بخښلو، سوغات، د ناوې ډالۍ او د څارنې الاونس په نوم یا په بل هیڅ جبري توګه له خپلې برخې نه شي‌ بې برخې کېدای، وایي که په هره توګه هغه د میراث له حقه محرومه کړل شي نو د میراث د انتقال ټول عمل به غیرقانوني ګرځول ګېږي.

د هایکورټ دواړو قاضیانو په پرېکړه کې لیکلي چې "موږ دعوه کوو چې په یوویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو او تعلیمیافته یو خو پر دې برسېره هم هڅه کوو چې ښځې د میراث له ونډې محرومه وساتو".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د جولای پر 13مه په کلاسیف الله سیمه کې په لویه جلسه کې وویل، چې پښتانه اوس هم په جایداد کې خپلو خویندو لوڼو ته حق نه ورکوي او په ټینګار سره یې وویل چې که ښځې د واک خاوندې کوو نو لومړی باید په جایداد کې حق ورکړو:

"ښځې که موږ را پورته کوو یو وار به یې د جایداد او واک خاونده کوو، د پینځو روپیو لپاره چې دا ورور، مېړه او پلار ته ولاړه وي دا خواره به څه شی وکړي".

د بلوچستان هایکورټ دوه کسیز بېنچ امر کړی چې د مځکو د انتقال صوبایي سیکرټري یا سینېر ممبر بورډ آف ریوینیو به د عدالتي پرېکړې د عملي کولو لپاره یو ځانګړی سیل (دفتر) جوړوي چې د ښځو شکایتونه به اوري، وایي که ښځو د ریوینیو دفتر له کارکوونکو شکایتونه لرل بیا هغوی د بلوچستان هایکورټ رجسټرار دفتر ته درخواست ورکولای شي.

عدالت امر کړی چې ځایي مرستیال کمیشنران به د میراث د انتقال د عمل تر پیلېدو مخکې په اردو او ځایي ژبو واړه کتابونه چاپوي او د ښځو استادانو او روغتیایي کارکوونکو په وسیله به ښځو ته د هغوی د میراث د حقونو په اړه پوهه ورکوي.

عدالت ویلي په صوبه کې د جایداد د وېشلو یا سېټلمنټ اسنادو ښکاري چې یواځې د سړیو نومونه پکې شامل وي خو د ښځو نومونه پکې نه وي، وایي د جایداد د انتقال اداره یا ریوینیو ډیپارټمنټ به له نادرا څخه د هرې کورنۍ شجره غواړي چې وکتل شي د هغوی په کورنۍ کې ښځه شته که نه چې په جایداد کې له خپلې برخې محرومه نه کړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG