لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایا طالبان به دچین په وینا ختیز ترکستان غورځنګ وځپي؟


په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په برکوهستان سیمه کې دترهګرۍ یوه پېښه کې دچینایي انجنیرانو وژنه کې دختیز ترکستان اسلامي غورځنګ نومې تندروه ډلې دلاس لرنې له اندېښنو وروسته دچین حکومت په طالبانو ټینګار کوي چې هغوئ باید افغانستان کې ددغه تندروه ډلې په ضد ګامونه واخلي.

څېړونکي وایي افغانستان څخه دامریکایي سرتیرو د وتلو دلړۍ پیل کیدو وروسته دافغانستان شمالي سیمو کې دطالبانو پرمختګونو کې ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ اؤ القاعده سره تړاؤ تړاؤ لرونکو نورو وسله والو ډلو مهم کردار ادا کړی چې دهغوئ په ضد به دچین په فشار طالبانو دپاره ګامونه اخستل ګران وي.

تیره میاشت په ۱۴م جولایي دخیبر پښتونخوا دبرکوهستان ضلعې داسو کې دچین دانجینیرانو په یو بس چاودنه کې دنهو چینایي انجنیرانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وؤ.

پاکستان وړومبی داپېښه یوه حادثه بللې وه خو چین ورته د ترهګرۍ پېښه ویلې وه اؤ په دې کې دککړو کسانو دنیولو غوښتنه یې کړې وه.

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې په چینایي انجنیرانو دا برید په داسې وخت کې شوی چې افغانستان څخه دبهرنیوځواکونو د وتلو له امله مخې ته راتلونکي وضعیت کې اسلام اباد اؤ بیجنګ دبلوچستان په ګډون دپاکستان بیلابیلو سیمو کې د داربونو ډالرو په ارزښت دجوړیدونکې پاکستان اؤ چین داقتصادي راهدارۍ یا سي پیک سره د اړوند سرمایه ګارۍ دتحفظ دپاره لاس پښې وهي.

تر اوسه ددې برید پړه یوې ترهګرې ډلې هم پغاړه نه ده اخستې خو وي او ای اردو دپاکستان دیوې قانون پځائ کوونکې ادارې د یو لوړپوړي چارواکي له خولې پخپل رپورټ کې لیکلي چې ددې پېښې دپلټنو دپاره پاکستان ته راغلي دچین پلاوي داسې شهادتونه ترلاسه کړي چې دختیز ترکستان اسلامي تحریک دا برید دپاکستاني طالبانو په ملاتړ کړی ؤ.

دنوم نه ښودلو په شرط دغه لوړپوړي پاکستاني افسر وي او ای ته ویلي چې دختیز ترکستان داسلامي غورځنګ اؤ دپاکستاني طالبانو دتحریک ځالې په افغانستان کې دي اؤ هغوئ دافغانستان دطالبانو ملاتړ هم لري .

دغه چارواکی وایي چې په دې اړوند په دې وروستیو کې چین دپاکستان دحکومت اؤ افغان طالب مشرانو سره هم لیدنې کړې دي.

دچینایي انجنیرانو پاکستان کې له وژل کیدو وروسته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دیو پلاوي په مشرۍ دچین سفر هم کړی ؤ اؤ دغلته یې د چین خارجه وزیر وانګ ژي سره لیدل کتل کړي وؤ.

چین له طالبانو څه غواړي؟

دچین دحکومت سره اړوند ورځپاڼې ګلوبل ټائمز په ۲۵م جولایي دچین اؤ پاکستان دبهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ دشوې لیدنې په اړه خپل رپورټ کې ویلي وؤ چې دواړو هیوادونو په ګډه دترهګرۍ په ضد د ودریدو اؤ د ختیز ترکستان داسلامي غورځنګ په څېر دترهګرو ډلو په ضد دعملیاتو پیل کولو ژمنه هم کړې ده.

چین ته دپاکستاني حکومتي پلاوي له سفر سمدستي وروسته قطر نه دملاعبدالغني برادر په مشرۍ دطالبانو یو لوړ پوړي پلاوي هم چین ته سفر کړی ؤاؤ دچین دچارواکو سره یې لیدنې کړې وې.

دچین دبهرنیو چارو د وزارت ویاند په ټویټر لیکلي وؤ طالبانو مشرانو سره لیدنو کې دچین حکومت په دې خبره ټینګار کړی ؤ چې طالبان باید دختیز ترکستان ،پاکستان طالبانو (ټي‌ ټي‌ پي) اؤ نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړېکې په بشپړ ډول غوڅې کړي.

داسو کې په چینایي انجنئرانو ترسره شوی برید دا برید که هرڅو پاکستان کې دچین په وګړو شوی لمړی برید نه دی خو دامنتیي چارو څېړونکي دا دچین په وګړو تر اوسه شوؤ بریدونو کې ستر برید بولي.

پاکستان کې دچین په وګړو بریدونه

وي او ای اردو اسلام اباد کې دفعال یو تهنک ټیک دمشر محمد عامر رانا له خولې خپل رپورټ کې لیکلي چې په تیرو وختونو کې هم دختیز ترکستان اسلامي غورځنګ په څیر دپاکستاني طالبانو اؤ القاعده سره تړاؤ لرونکو تنظیمونو دچین وګړي وژلي اؤ تښتولي دي.

دجولایي په میاشت کال ۲۰۰۷م کې دپښتونخوا چارسده ضلعه کې دچین درې انجنیران وژل شوي وؤ چې تر دې وروسته پاکستاني طالبانو دا پېښه په چین کې دختیز ترکستان غورځنګ د وژل شوي مشر دغچ اخستنې په نوم یاده کړې وه.

کال ۲۰۱۴م کې دالقاعده شبکې یو مشر مفتي ابوذز البرمي پخپل یو ویډیو پیغام کې دپاکستاني طالبانو په ګډون ټولو تندروه ډلو ته غږ کړی ؤ چې هغوئ باید دچین سفارتخانې اؤ کمپنۍ په نخښه کړي اؤ دچین وګړو ته زیان ورسوي.

دپاکستان امنیتي چارواکي وایي د پاکستاني طالبانو د ډلو بیا خپلو کې یو کیدو پاکستان کې دچین په ملاتړ روانو پروژو ته خطرې سیوا کړې دی.

څېړونکي عامر رانا وي او ای اردو سره خبرو کې ویلي چې بلوچستان اؤ سندهـ ایالتونو کې فعاله تندروه ډلې دهیواد دننه دچین په تنصیباتو اؤ وګړو بریدونه کوي چې دې بریدونو کې په کراچۍ کې دچین په کونسلګرۍ اؤ داسټاک ایکسچینج په ودانۍ شوي بریدونه دیادؤلو وړ دي.

ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ څه دی؟

ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ یوه بیلتون خوښې اسلامي ډله چې ویل کیږي دچین په لویدیزه صوبه سنکیانک کې زیاته فعاله ده.

دکال۱۹۹۳نه جوړه شوې دا تندره ډله د یو خپلواکه ختیز ترکستان دجوړښت دپاره هلې ځلې کوي.

سنکیانک صوبه کې دچین نسلي لږکي ایغور مسلمانان اباد اؤ ددې صوبې پولې دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون د اتوؤ هیوادونو سره لګیدلي دي چې هند،تاجکستان،کرغزستان،قازقستان،روس اؤ منګولیا پکې هم راځي.

چین کې دحکومت دعملیاتو نه دځان ساتنې دپاره د ختیز ترکستان غورځنګ غړي د۹۰ په لسیزه کې افغانستان ته اوښتي وؤ اؤ دغلته ورته طالبانو پناه ورکړې وه چې په دې چین سخت اندېښمن ؤ.

واشګنټن کې میشت څېړونکی اؤ دپاکستان اؤ چین په اړېکو دچاپ کتاب لیکونکي یا مصنف اینډریو سمال په فارن پالیسي جریده کې خپله یوه تجزیه کې لیکلي چې کال ۲۰۰۰ م کې دافغان طالبانو مشر ملا عمر پاکستان دپاره دچین دهغه وخت سفیر سره لیدنه کې هغه ته باور ورکړی ؤ چې هغوئ به دختیز ترکستان اسلامي غورځنګ غړي پرې نه ږدي چې دافغانستان خاوره دچین په ضد وکاروي .

خو نوموړی وایي چې ددې بدل کې ملا عمر دچین نه غوښتي وؤ چې دطالبانو حکومت به په رسمي ډول تسلیموي اؤ اؤ دملګرو ملتونو دبندیزونو څخه به یې ژغوري چې وایي بیا دا خبرې اترې کامیابې نه شوې.

داسې دعوې هم کیږي چې کله کال ۲۰۰۱ کې امریکایي ځواکونو افغانستان کې دطالبانو واکمني ختمه کړه نو د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ وسله وال دپاکستان قبایلي سیمو په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان ته اوښتي وؤ.

ددې ډلې څه مشران دپاکستان دپوځ لخوا هم په عملیاتو کې وژل شوي چې هغې کې د دوؤ مهمو مشرانو حسن معصوم اؤ عبدالحق ترکستاني نومونه شامل دي

کال ۲۰۱۳م کې دپاکستان حکومت په دې ډله بندیز لګولی ؤ اؤ څېړونکي وایي چې دا بندیز یې هم دچین په وینا لګولی ؤ.

دملګرو ملتونو دامنیت شورا په ۲۱ جولایي خپل یو خپور کړي پورټ کې ویلي وؤ‌ چې دافغانستان یو شمیر ولایتونو بدخشان،فاریاب،نورستان،پلازمینه کابل اؤ ځېنو نور سیمو کې دختیز ترکستان اسلامي غورځنګ په سوؤنو تندلاري فعاله دي.

په دغه رپورټ کې په بدخشان کې میشت عبدالحق اؤ حاجي فرقان افغانستان کې د ختیز ترکستان داسلامي غورځنګ مهم مشران یاد کړل شوي دي.

(د وي او ای اردو څخه په مننه)

XS
SM
MD
LG