لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجاب: په ښځو د تشدد د پېښو پرضد د عورت مارچ لاريون ته اجازه نه ده ورکړی شوې


پاکستان کې په ښځو د زياتېدونکو تشدد د پېښو وروسته وزیراعظم عمران خان او نورو حکومتي چارواکو ويلي دي چې ښځې هم برابر حقونه لري او داسې په ښځو د تشدد اجازه چاته هم نشته خو د حکومتي دعوو باوجود د پنجاب فېصل آباد ښار کې د ښځو د حقونو دپاره د عورت مارچ لاريون ته ضلعې انتظاميې اجازه نه ده ورکړې.

عورت مارچ دا مظاهره په وروستيو کې په اسلام آباد کې د پاکستان د يو پخواني سفیر د لور نور مقدم او په نورو ښځو باندې د تشدد پېښو پرضد کول غوښته.

د عورت مارچ په ټويټر اکاونټ لیکل شوي دي چې د فېصل آباد انتظامیې د سیکورټۍ له ويرې له امله دغه لاريون ته اجازه نه ده ورکړې کوم لاريون چې دوی په ښځو د تشدد پرضد کول غوښتل.

په ټولنیزو رسنیو هم د عورت مارچ لاريون ته د اجازت نه ورکولو په سر خفګان څرګند کړی چې د دې احتجاج له لارې زنانه طالب علمانو او د بشري حقونو مبارزینو غوښتل په ښځو د روان د تشدد پرضد آواز پورته کړي خو د دې اجازه هم دوی ته نه ده ورکړی شوې.

دې عورت مارچ راجوړونکې يا آرګنائزره او خبریاله لايبه زینب وايي حکومت او علما وايي چې دستور او اسلام ښځو ته ډیر حقونه ورکړي دي، مونږ هم دا منو خو په عملي توګه داسې بیا نه کیږي او تر څو پورې چې ښځو ته د هغوی بنیادي بشري حق نه وي ورکړی شوی او ترکومه پورې چې په ښځو د تشدد لړۍ نه وي ودرېدلې ښځې به د خپل حق د پاره هم دغه شان آواز پورته کوي.

د ښځو د حقونو یوه بله مبارزه عصمت شاه جهان وايي ايا په پاکستان کې څوک زنانه د خپل شرعي حق ترلاسه کولو د پاره په آسانه عدالت ته تللی شي؟ او که لاړ شي نو بیا په آسانه ژوند کولی شي؟.

عصمت شاه جهان وايي په پاکستان کې د جنس په بنیاد د ښځو سره روان زیاتي پرضد په ګرد پاکستان غږ کوي چې د دې ظلم پرضد دې راپورته شي ځکه که داسې ونشو نو د چا لور خور به هم بيا محفوظ نه وي شي.

له دې وړاندې د پاکستان په پارليمان کې موجودو 69 ښځينه غړو په پاکستان کې د جنسي زیاتيو مجرمانوته په ښکاره د تیزندۍ ورکولو د سزا غوښتنه کړي وه او ویلي يې وو د دغه پارلیمان نه په کور دننه په ښځو د تشدد پرضد يوه قانوني مسوده منظوره شوه خو واکمن پاکستان تحریک انصاف حکومت بغېر د زنانه غړو د سلا دغه قانوني مسوده اسلامي نظریاتي کونسل ته د بیا کتنې دپاره ولېږله.

له دې وړاندې د اسلامي نظریاتي کونسل پخواني‌ مشر په کور دننه په ښځو ډېر لږ تشدد جايز ګرځولی وو.

په پاکستان کې په ښځو د تشدد په اړه نړيوالو او ملکي د بشري حقونو تنظيمونو بيا بيا اندېښنې څرګندې کړي دي.

په وروستیو کې د اسلام آباد نه د افغان سفیر د لور اغوا، د پاکستان يو پخواني سفیر لور نور مقدم په اسلام آباد کې په وحشیانه قتل او ‌اسلام آباد سره جوخت پروت ښار راولپنډۍکې په يوه ښځه د جنسي زیاتي او بيا د هغې څوارلسو میاشتو ماشوم قتل وروسته په ګرد هیواد کې په ښځو د ظلم پرضد اواز پورته کړی شوی وو.

XS
SM
MD
LG