لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپ وېره لري چې د طالبانو پرمختګ به د افغانانو د کډوالۍ بحران پیدا کړي


واشنګټن ـــ یورپي هېوادونه اندېښنه لري چې په افغانستان کې د جګړې له زیاتېدو سره به د افغانانو د کډوالۍ بحران پیدا شي او ګڼ شمېر خلک به د دوی هېوادونو ته ور مات شي ځکه نو له ترکي سره خبرې کوي چې د دغو کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

په افغانستان کې د طالبانو له پرمختګونو سره که یوې خواته په لکونو خلک په هېواد کې دننه بې کورۍ ته مجبوره شوي دي خو بلې خواته هره اوونۍ زرګونه خلک نورو هېوادونو ته هم کډه کېږي چې ډېر یې د ایران او ترکي په خطرناکو پیاده لارو د ښه ژوند په هیله یورپي هېوادونو ته ځانونه رسول غواړي.

خو یورپي هېوادونو د افغان کډوالو تر ورتګ مخکې لا د کډوالۍ د بحران خبرداری ورکړی او پلان لري چې د دوی د ورتګ مخه ونیسي.

د رپوټونو له مخې هره ورځ2,000 افغانان ترکي ته ننوځي او د کډوالۍ د چارو څېړونکي وایي څومره چې طالبانو د هېوادونو د نورو برخو کنټرول تر لاسه کوي هغومره به له هېواده د خلکو د وتلو شمېر زیاتېږي.

له کله راهیسې چې د امریکې ولسمشر جوبایډن د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی طالبانو خپلو بریدونو او د سیمو نیولو ته زور ورکړی په وروستیو ورځو کې یې د افغانستان په جنوب او لوېدیځ کې درې مهم ښارونه محاصره کړي دي.

د وي او اې د خبر له مخې افغانان چې د ایران په خطرناکو لارو ترکي ته ځي، دا د طالبانو په خلاف د دوی رایه ښکاره کوي او وېره لري چې د طالبانو ممکنه راتلونکی سخت دریځ اسلامي حکومت به د دوی لپاره څه وکړي.

د کډوالۍ یا امیګرېشن د چارو ډلې وایي، وایي ډېر هغه افغانان چې د ترکي پولې ته ځانونه رسوي یواځې سړي او ځینې یې بې واده ځوانان دي او ډېر یې تعلیم هم نه لري خو هیله من دي چې یورپ ته به پرېښوول شي او هلته به تر ژوند جوړولو وروسته خپلې کورنۍ هم ور وغواړي.

د یورپي هېوادونو مشران د کډوالۍ د دې نوي بحران لپاره تیاری نیسي او له ترکي سره د مهاجرت پر یوه نوي څو کلن تړون خبرې کوي چې انقره د افغان او نورو پناه غوښتونکو د ورتګ مخه ونیسي.

دا به د 2016م کال د پینځه کلن تړون نوي کول وي چې یورپي اتحاد یې په بدل کې انقرې ته په اربونو ډالر د دې لپاره ورکړل چې یورپ ته د غیرقانوني کډوالو مخه ونیسي او هملته په ترکي کې د دوی د ژوند حالت ښه کړي او د رسمي اوسېدنې د سکیمونو له لارې قانوني‌ مهاجرت ته وده ورکړي.

د کډوالۍ د چارو څېړونکي وایي له ترکي سره د 2016م کال تړون ډېر اغېز وکړ او یورپي هېوادونو ته یې د کډوالو شمېر ډېر کم کړي، چې وایي تر هغه مخکې به په لکونو خلک ورتلل خو تر تړون وروسته یې شمېر زرګونو ته را کښته شو.

د یورپي اتحاد یوه سفیر وي او اې ته ویلي، دوی اندېښنه لري چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به د طالبانو له ډاره له دې هېواده د خلکو وتل د کډوالۍ بحران پیدا کړي، خو وایي دوی نه غواړي چې د 2015م کال غوندې لکونه خلک د هېوادونو ته پناه وروړي.

په 2015م او 2016م کلونو کې شاوخوا یو میلین (لس لکه) پناه غوښتونکي یورپي هېوادونو ته ورغلل او هلته مېشت شول چې زیات یې د شام (سوریې)، افغانستان او د افریقایي هېوادونو وو.

د جرمني له چانسلرې انګیلا مرکل څخه تېره میاشت په یوه خبري غونډه کې پوښتنه وشوه چې د افغان کډوالو هرکلی به وکړي که نه؟‌، هغې په جواب کې وویل "موږ هر چاته د پناه په ورکولو سره دا ستونځې نه شو حل کولای"، نوموړې د افغانستان پر سیاسي حل ټینګار وکړ او ویې ویل چې "څومره چې ممکنه وي خلک کولای شي په سوله ییزه توګه په [خپل] هېواد کې ژوند وکړي".

یورپي هېوادونه که یوې خواته د نورو افغان کډوالو د ورتګ مخهی نیسي بلې خواته له خپلې خاورې هم افغان پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته لېږي، خو یواځې فینلېنډ، سویډن او ناروې یې خپل هېواد ته جبري لېږل د لنډ وخت لپاره ځنډولي دي.

ملګري ملتونه وایي د طالبانو وروستیو بریدونو تر اوسه پورې په افغانستان کې درې لکه 30 زره افغانان بې کوره کړي دي او د کډوالو نړیواله اداره وایي‌ هره اوونۍ 30 زره کسان له هېواده وتلو ته مجبوره کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG