لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میرانشاه:د ناڅرګنده وسله والو په ډزو دپولیسو مشر یا ایس ایچ او وژل شوی


پولیس چارواکي وایي افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دپولیسو یو افسر یا ایس ایچ او په هدفي وژنه کې وژل شوی دی.

دنهې یا سه شنبې په ورځ دسیمې څخه پولیس سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي چې د هدف وژنې دا تازه پېښه میرعلي بازار کې رامنځته شوې ده.

پولیس سرچینې وایي دشیوه تحصیل دپولیسو دتاڼې مشر یا ایس ایچ او محمد شفیق هغه مهال میر علي بازار کې په موټر سائیکل سورو وسله والو ویشتی کله چې هغه دخپل یو سرکاري کار ترسره کولو وروسته بیرته شیواه ته روان ؤ.

پولیس وایي له ډزو وروسته برید کوونکي له موقعې تښتیدلي اؤ پولیسو دپېښې پلټنې پیل کړې دي.

دشمالي وزیرستان دپولیسو ضلعي مشر شفیع الله ګنډاپور وي او ای ډیوه ته ددې پښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې وژل شوی محمد شفیق په شیواه کې سب انسپکټر ؤ.

هغه وایي محمد شفیق دمیرعلي څخه بېرته خپلې تاڼې ته روان ؤ دمیرعلي په څلور لاري کې پرې وسله والو ډزې کړي اؤ‌ په دې ډزو کې هغه په ټکي وژل شوی دی.

د وژل شوي پولیس افسر تعلق د افغانستان دپولې ترڅنګ دټي‌ ټي مداخیل سپین وام تحصیل سره ښودل کیږي اؤ عیني شاهدانو ډیوه ته ویلي چې دې برید کې هغه په ګڼو ګولیو لګیدلی اؤ په موقعه یې ساه ورکړې ده.

دپولیسو ضلعي مشر وایي دپېښې نه وروسته ګڼ شمیر کې پولیس سیمې ته رسیدلي اؤ ټوله سیمه یې خپله ګیره کې اخستې ده.

هغه ویلي پولیسو په سیمه کې د لټونې عملیات پیل کړي اؤ ډیر زر به دې پېښه کې ککړ کسان دقانون منګولو ته راوستل شي.

دا په یوه اوونۍ کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې دوهمه ستره پېښه ده چې رامنځته شوې.

تر دې درې ورځې وړاندې میرانشاه کې د همزوني قبیلې دوه ملکان صاحب الرحمان اؤ خیر الله دنامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوي وؤ.

سیمه کې دپښتنو دحقونو دپاره په مبارزه دبوخت مزاحمتي تحریک پي‌ټي ایم یو مشر عبدالله ننګیال وایي دپښتونخوا وطن وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي اؤ نن هم شمالي وزیرستان کې ایس ایچ او شفیق خان دناڅرګنده وسله والو دهدفي وژنې ښکار شوی دی.

په ټویټر عبدالله ننګیال لیکلي “زما په اند روان وضعیت نړۍ ته دا څرګندول دي چې ګنې مونږ خپله دترهګرۍ ښکار یو اؤ مونږ هیڅکله دترهګرۍ ملګرتیا نه کوؤ “

خو هغه وایي چې دې هرڅه کې زمونږ د مرګ ژوبلې پلان پروت دی.

په تېرو څو ورځو کې پرله پسې په جنوبي وزيرستان، ډيره اسماعيل خان او پېښور کې هم د پوليو ټيمونو په ساتنه مامور پوليس اهلکار په نخښه کړل شوي چې سر تيري پکې وژل شوي او ژوبل شوې دي.

څيړونکی او د پاکستان دپوځ پخوانی افسر (بريګډير)سېد نذير وايي خېبر پښتونخوا کې په امنيتي ځواکونو د بريدونو نوې لړۍ پېل شوې ده چې نزدې تعلق يي په افغانستان کې د روانو بدليدونکو حالاتو سره دی،

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل چې څومره افغانستان کې طالبان قوي کيږي همدومره به په پاکستان کې هم د وسله والو بريدونه سېوا کيږي۔

سيد نذير وويل په خېبر پښتونخوا کې موجوده بريدونه او هدفي وژنې د کال دوه زره شپږم او اووم په څېر دي له کومو وروسته چې بيا د ترهګري لړۍ مخ په زياتيدو شوه۔

په نزدي ورځو کې خیبر پښتونخوا صوبه کې دشوؤ زياتره بريدونو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده.

پاکستاني طالبانو تيره مياشت د۲۶ؤ بريدونو کولو دعوه کړې اؤ وزيرستان کې یې دديارلسو،باجوړ کې دپينځوؤ،شمالي وزيرستان کې د درېوؤ، دير کې د دوؤ، پېښور،کرم او مردان کې د يو يو بريد ذمه واري په غاړه اخستې ده۔

د ساوتهـ ايشين ټېررزم نومې ويپ پاڼي دشمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې په تيرو اوو مياشتو کې شپږ شپيته د ترهګرۍ پېښې شوي دي چې پکې يو۱۷۲ تنان وژل شوي دي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG