لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلينکن عبدالله ته: امريکا په افغانستان کې د سياسي جوړجاړي او جګړې ختمولو په لټه کې ده


د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د افغان د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره په ټيليفون خبرې کړي او د امریکا دغه ژمنه يې ورته تکرار کړې چې امریکا د افغانستان د جګړې پای ته رسولو او سياسي جوړ جاړي په لټه کې ده.

بلينکن په ټویټر د عبدالله عبدالله سره د خبرو په اړه ويلي، د طالبانو د دوامداره بريدونو غندنه کوي چې بې ګناه افغانان پکې وژل کيږي.

د يادو ټيليفوني خبرو په اړه عبدالله عبدالله ويلي، په دغو خبرو کې مو په افغانستان کې د تشدد د تازه پېښو، د طالبانو د وسله والو عملياتو په اړه خبرې وکړې.

هغه ویلي مونږ صلاح يو چې يواځې د سولې د عمل د ګړندي کولو دلارې انصاف او سياسي جوړ جاړی ترلاسه کولی شو او هغه به د افغانستان امن او ثبات يقيني کوي.

عبدالله ویلي، دواړو په خبرو کې په دې ټينګار کړی چې د ټولو افغانانو ښځو او سړو حقونه خوندي وي.

نوموړي د امریکا د حکومت او خلکو مننه کړې چې د سوله ييز افغانستان ملاتړ يې دوامداره ساتلی چې جګړه ختمه شي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په دوېم اګست د افغان ولسمشر اشرف غني سره هم په ټيليفون خبرې کړې وې.

نوموړي "د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتولو د اندېښنې ترڅنګ یو ځل بیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد (امریکې) د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی وو".

د امریکا د بهرنيو چارو وزير د افغان مشرانو سره دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې امریکايي او نړيوال ځواکونه د افغانستان نه ووځي او د اګست د اخرې پورې به دغه عمل سر ته ورسول شي.

بل لور ته د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د وتلو د عمل پېل کېدو سره د مې د میاشتې راهسې طالبانو بريدونو ته زور ورکړی دی او امريکايي چارواکي او مطبوعات وايي طالبانو د نيمې بورې ولسوالۍ نيولي دي.

افغان ځواکونو ادعا کوي د طالبانو څخه يې ډېرې ولسوالۍ بيرته اخستي دي.

XS
SM
MD
LG