لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د افغانستان سره په پوله په امنيتي ګامونو اطمينان څرګند کړی


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته د افغانستان سره په پوله د امنیت په اړه احوال تېر کړی شوی او نوموړي پرې د اطيمنان څرګندونه کړې خو په وروستيو کې د پاکستان په قبايلي ضلعو او بلوچستان کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه د پوځ وياند ويلي وو دغه پېښې د پولې پورې غاړې افغانستان کې د روانو حالاتو سره تړاو لري.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ويلي چې په شپږم اګست د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د پېښور سفر کړی او وزیراعظم ته په سفر کې د افغانستان سره په پوله د امنيت، په پوله د ازغن تار لګولو او خېبرپښتونخوا کې د ورګډو شوو ضلعو د پرمختيايي پروژو په موضوعاتو احوال تير کړی شوی دی.

ويل شوي وزيراعظم د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله د امنیت دپاره پورته کړی شوو ګامونو څخه خبر کړی شوی دی.

د خبر ترمخه وزیراعظم په پوله د جامع پلان او کورني امنيت په اقداماتو د اطمينان څرګندونه کړې ده او عمران خان په خېبرپښتونخوا کې په ورګډو شوو ضلعو کې د ټولنيزو اقتصادي پروژو ستاينه هم کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان سره د پولې او په ملک کې د امنیت په ګامونو د اطمينان څرګندونه په داسې وخت کې کړې چې په وروستيو کې د افغانستان سره په پوله پرتو پاکستاني سیمو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

د افغانستان سره په پوله پرتو پاکستاني سيمو کې د بدامنۍ پېښې په داسې حال کې سېوا شوي چې د افغانستان نه امریکايي او نړیوال ځواکونه ووځي او هلته طالبانو بريدونو ته زور ورکړی دی.

د ساوتهـ ايشين ټېررزم نومې وېب پاڼي د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې په تيرو اوو مياشتو کې 66 د ترهګرۍ پېښې شوي دي چې پکې 192 کسان وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو تيره مياشت د 26 بريدونو کولو دعوه کړې ده، په وزيرستان کې یې د 13،باجوړ کې د پينځه و،شمالي وزيرستان کې د درېو، دير کې د دووه، پېښور،کرم او مردان کې يې د یوې، يوې پېښې بريد ذمه واري منلې ده.

خو په پاکستان کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايي) د پاکستان یو شخصي ټیلیویژن سره په مرکه کې ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته".

بابر افتخار دغه خبره په داسې حال کې کړې چې پاکستان وايي د افغانستان سره په پوله يې د ازغن تار لګولو کار 92 فيصده مکمل کړی دی.

پاکستان ويلي د افغانستان سره په پوله يې ازغن تار د ترهګرو د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري نه راوړېدو د مخنيوي، قاچاق او نوور غېر قانونه هلوځلو د ودرولو دپاره لګولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG