لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور:پولیس وایي افغانستان سره تړاؤ لرونکي درې ترهګر یې وژلي


دلاهور دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي په فیروز واله کې یې دافغانستان سره تړاؤ لرونکي هغه درې ترهګر وژلي چې غوښتل یې پاکستان کې په حساسو ادارو،امنیتي ځواکونو اؤ مهمو شخصیاتو بریدونه وکړي.

داتوار یا یکشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو د لاهور دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو له خولې ویلي چې دترهګرو په ضد دا عملیات دپنجاب په فیروز والا سیمه کې ترسره شوي دي.

دترهګرۍ ضد پولیسو ویاند پخپل بیان کې ویلي پولیسو ته فیروزله واله کې ددغو ترهګرو دشتون په هکله اطلاع رسېدلې وه اؤ دترهګرو دنیولو په موخه چې کله پولیس هلته ورسیدل نو ترهګرو پرې ډزې وکړې.

ویاند زیاته کړې ده چې په دغه مهال دپولیسو ځوابي ډزو کې درې ترهګر وژل شوي چې تعلق یې دافغانستان سره ؤ اؤ دهغوئ د ځانمرګي واسکټونه،لاسي بمونه،دوه کلاشنکوفې اؤ نور چاودیدونکي مواد ترلاسه شوي دي.

پولیسو دا هم ویلي دي چې وژل شوؤ ترهګرو په حساسو ادارو،امنیتي ځواکونو اؤ مهمو شخصیاتو دبریدونو پلان جوړؤلو خو ددې وژل شوؤ کسانو نوره پیژندګلو یې نه ده په ډاګه کړې چې تړاؤ یې دکومې ترهګرې ډلې سره ؤ؟

په پاکستان کې زیاتره وخت پولیس په مقابلو کې دترهګرو د وژلو دعوه کوي خو زیاتره مهال په دغو دعوؤ دشک څرګندونې هم کیږي اؤ د پلټنو نه وروسته زیاتره پولیس مقابلې جعلې ختلي چې پکې هغوئ د محکمې ترشا بېګناه خلک وژلي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په یو شمیر سیمو کې په پولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو بریدونه شوي چې پړه یې دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG