لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي چارواکو ومنله چې افغانستان سمې خواته نه دی روان


واشنګټن ـــ رپوټونه وایي په افغانستان کې چې طالبان، تر دوی ښه روزل شوي او په شمېر کې تر دوی زیات افغان ځواکونه پر شا تمبوي او پر دې جنګ ځپلي هېواد یې کنټرول زیاتېږي دا ښیي چې د امریکایي ځواکونو د هوایي مرستې وړتیاوې له افغان ځواکونو سره اړخ نه لګوي.

امریکایي چارواکو د ګل- دوشنبې په ورځ په افغانستان کې روان حالات د "زیاتې اندېښنې" وړ وبلل او وایي په تېرو 72 ګنټو کې د طالبانو له خوا د پینځو ولایتونو مرکزونه نیول هغه څه دي چې د پینټاګان د مشرانو په نظر کې دي.

د پېنټاګان ویاند جان کربي پرون یوې خبري غونډې ته وویل، د دفاع وزیر لویډ آسټن لا هم په دې باور دی چې افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې خپلو مخالفینو ته د ماتې ورکولو وړتیا لري خو وایي دا باور تر اوسه پورې سم نه دی ختلی ځکه چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي:

"د دفاع وزیر په افغانستان کې د امنیتي حالاتو په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې شریکې کړې دي، چې ښکاره خبره ده سمې خواته نه دي روان".

یوه امریکایي چارواکي د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته وویل "د سیمو نیولو دوی [طالبانو] ته دا موقع په لاس ورکړې چې وسلې او مهمات تر لاسه کړي او بندیان خوشي کړي او دا د دوی د پوځي ځواک پر زیاتوالي اغېز کوي".

دغه چارواکی وایي امریکایي ځواکونو پخپله بیا بیا هڅه کړې چې د افغانستان امنیت ټینګ کړي، وایي په پیل کې یې د طالبانو له خوا پر غلا کړې وسله او موټرو هوایي بریدونه کړي او طالب جنګیالي یې پر شا تمبولي دي.

امریکایي چارواکي وایي په تېره اوونۍ کې یې پر طالبانو په داسې وخت کې هوایي بریدونه روان ساتلي چې هغوی د کندهار، هرات او لښکرګاه ښارونو پر لور پرمختګ کاوه او افغان ځانګړي ځواکونه ورسره په سخته جګړه بوخت وو.

که څه هم امریکایي چارواکو دا نه دي ویلي چې پر طالبانو یې په تېره اوونۍ کې څو هوایي حملې کړې، خو وایي په دغو حملو کې له اې سي- 130 جنګي الوتکو، بې پایلټه ایم کیو- 9 الوتکو، بي- 52 بم غورځوونکو الوتکو او ایف- 18 جېټ الوتکو څخه کار اخیستل شوی دی.

وایي پر طالبانو د دغو هوایي حملو په مهال د دغو الوتکو د عملیاتو همږغي هم ګرانه وه ځکه چې وایي ځینې د قطر په العدید امریکایي اډه کې او ځینې په خلیج فارس کې په یو ایس ایس رونالډ ریګن اډه کې دي چې افغانستان ته په الوتلو کې یې څو ګنټې وخت لګېږي.

امریکایي چارواکي وایي طالبان د دوی د هوایي ځواک د اغېز کمولو لپاره نورې لارې لټوي، چې وایي په دې کې د ځینو افغان پوځیانو دې خبرې ته راضي کول دي چې سمدستي د جګړې له ځایه وتښتي یا هیڅ جګړه ونه کړي.

د وي او اې د پوښتنې په جواب کې چې امریکا په داسې حالاتو کې څه کولای شي، د پېنټاګان ویاند جان کربي لنډ جواب وو "ډېر څه نه".

د نړیوالې ترهګرۍ ضد چارواکي او حتی ځینې امریکایي چارواکي- چې په افغانستان کې روان حالات له نیژدې څاري- خبرداری ورکوي، وایي په داسې حال کې چې تقریباً ټول امریکایي ځواکونه وتلي دي د افغان ځواکونو پرزېدل څه د حیرانۍ خبره نه ده.

وایي افغان ځواکونه به شاوخوا درې لکه پوځیان لري، هوایي ځواک او امریکایي وسله لري خو د امریکایي ځواکونو د وتلو په حال کې چې د عملیاتو مشري ور سپارل شوې دا یو یې هم د طالبانو د قابلو کولو لپاره نه دي کارولي.

یو نړیوال چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته وویل "طالبانو ته تر له مخه د خپلو جنګي ډلو د پرمختګ اجازه ورکړل شوې وه"، خو پېنټاګان پرون پر خپلې دفاع ټینګار وکړ او د طالبانو د پرمختګ ذمه واري یې پر افغان ځواکونو او حکومت ور واچوله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG