واشنګټن ـــ د پاکستان لوړ پوړي پوځي او غېر پوځي چارواکو بيا دغه تورونه رد کړي چې ګنې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو سره په روان جنګ کې ملاتړ کوي.
د پاکستان د ملي امنيت مشاورمعيد يوسف په يو ليکلي غبرګون کې وي او ای ته د افغانستان لخوا په دغه ډول تورونو ټکونه کړي او ويلي، "په ځپل شوي خلکو تورونه مه لګوئ".
ښاغلي معيد ووېل، پاکستان د امريکا په مشرۍ د افغان جنګ په ملاتړ کې لوی ځاني او مالي زيان زغملی او د دغې په غبرګون کې په پاکستان کې راپورته شوي ترهګرۍ کې يې د ۸۰ زرو نه زيات وګړي وژل شوي او ۱۵۰ اربه ډالرو زيان ورته رسېدلی دی.
نوموړي دا خبرې په داسې حال کړي چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې د يو شمېر ولايتونو مرکزي ښارونه نيولي دي او د امريکې او نېټو د پوځیانو د وتلو وروسته يې په دغه هېواد کې جګړو ته زور ورکړی.
پاکستاني چارواکي د افغانستان د خرابې امنيتي وضعې پړه په بيړه د امريکا او نورو بهرنیو عسکرو د وتلو د فېصلې سره تړي، خو وايي افغان عسکر دومره کمزوري نه دي چې طالبان به ترې د ټول هېواد اختيار واخلي.
کابل په اسلام آباد نيوکې کوي چې پخپله خاوره د طالبانو د مشرانو په ضد کاروايي نه کوي.
صدر اشرف غني هم تېره مياشت ويلي وو د پاکستان نه د ۱۰ زره نه زيات وسله وال افغانستان ته ور اوښتي دي چې د طالبانو په ملاتړ کې د افغان عسکرو په ضد جنګېږي خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي په پاکستان کې مېشت نزدې درې ميلينه افغان مهاجرو کې وسله وال په اسانۍ پټېدلی شي.
د پاکستان د ملي امنيت صلاحکار معيد يوسف ووېل، "افغان مشرتابه د خپلو افغانانو باور ګټلو په ځايي خپل وطن لوټلی او پکار ده چې خپله دغه غلطي اومني، د پاکستان نه دې دقربانۍ ګډوری جوړول لويه بد بختي او بې منطقه خبره ده، هرڅوک دغه پروپېګنډه په سوشل مېډيا کتلی شي".
نوموړی وایي دوی ته ويل شوي چې د يو کرب نه زياتې ډالرې په افغانستان مصرف شوې او ډېر تاوان په افغان پوځ شوی نو پوښتنه دا ده چې په دغه تربيت شوي او په جديده وسله سنبال پوځ باندې څه شوي:
"آيا پاکستان دوی ته وايي چې سلامي شئ؟ هغه بل طرف سره يواځې ټوپکې او مارټرې يا راکټې دي، مونږه نه پوهيږو چې دا په کربونو ډالر چرته لاړې؟ دا داسې پوښتنه ده چې غربي نړۍ له کول پکار دي".
تېره ورځ د افغانستان خپلواکه بشري کمېشن مشرې شهرزاد اکبر هم ويلي د کابل مشران هم د دې بدې امنيتې وضعې ذمه وار دي.
"مونږه به نن دا ورځ نه ليدلی که افغان مشرانو په ملک کې د بډو رشوتونو او لوټ مار له وده نه وی ورکړی، د افغان سياسي مشرانود ناکامۍ په ضد اولسي قهرېدل لا زيآتېږي".
پاکستان د کال ۲۰۲۰ د افغان لوظنامې کرېډت اخلي چې طالبان يې د امريکې سره خبرو ته کښېنولي وو، امريکايي چارواکي هم د پاکستان د دغې رول ستاينه کوي.
پاکستان وايي يو پرامنه افغانستان د پاکستان په ګټه دی او دوی په دغه هېواد کې د يوې ډلې پلوي هم نه کوي او د افغان اولس خوښ کړل شوی حکومت به مني خو افغان حکومت د پاکستان په دغه دريز باوري نه دی او وايي د پاکستان پوځ د طالبانو ملاتړ کوي.
پاکستان دغه تورونه رودوي او وايي د پاکستان د پوځ مشر څو ځله د قطر سفر وکړو چې طالبان د تشدد نه په لاس اخیستلو او د افغان حکومت سره خبرو ته په کښېنولو مجبوره کړي او وايي دوی په کابل کې د طالبانو حکومت نه غواړي.
د د ې ترڅنګ د پاکستان پوځ وايي د افغانستان سره په نزدې ۲۶۰۰ کلوميټره پوله يې د امريکې او عرب اماراتو په مالي مرسته ازغن تار لګولی او ۱۲۴۰ پوځي پوستې يې پرې هم لګولي خو وايي د افغانستان لور ته يواځې ۴۰۰ پوځي پوستې دي ځکه د هغه خوا نه وسله وال په اسانۍ حرکت کولی شي.
د کابل د حکومت ترڅنګ د افغانستان د پاره د امريکې خصوصي استازي زلمي خليلزاد هم په دې باوري نه دی چې ګنې پاکستان په طالبانو فشار اچوي چې د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.
نوموړي ويلي د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي او پاکستان په اسانۍ طالبان سولې ته چمتو کولی شي خو پاکستان وايي د دوی چې په طالبانو څومره اثر وو، هغه يې کارولی دی او نور یې هغوی خبرو ته غوږ نه نیسي.
دا رپوټ د وي او اې انګرېزي څانګې خبریال ایاز ګل لیکلی او د وي او اې ډیوه همکار بختور شاه پښتو کړی.