لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:پاکستان افغانستان کې خپله هیڅ دخوښې ډله نه لري


په پاکستان دطالبانو دملاتړ دسیوا شوؤ تورونو نه وروسته دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه بهرنیو سفیرانو ته ویلي چې پاکستان افغانستان خپله هیڅ یوه دخوښې ډلې نه لري اؤ یوازینی مقصد یې په دغه هیواد کې دامن اؤ سولې ټینګښت دی.

د زیارت په ورځ پاکستاني رسینو د پوځ دمطبوعاتي څانګې له خولې ویلي چې جنرال باجوه دفرانس،جرمني،هالینډ اؤ اټلي سفیرانو سره لیدلي اؤ هغوئ سره دافغانستان اؤ سیمې د تازه وضعیت په اړوند خبرې اترې کړي دي.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو افغان طالبانو سره دمرستې پهسر په پاکستان د بندیزونو لګولو غوښتنې زور نیولی اؤ افغان چارواکي وایي چې پاکستان نه یوازې طالب مشرانو ته پخپله خاوره پناه ورکړې ده بلکې دپاکستان نه جنګیالي هم افغانستان ته دطالبانو ملاتړ دپاره روان دي.

دپوځ مطبوعاتي څانګه وایي بهرنیو ډپلوماټانو سره لیدنه کې دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي افغانستان کې دامن ټینګښت په دې معنا دی لکه په پاکستان کې چې امن وي ، ځکه نو پاکستان په افغانستان کې دامن اؤ‌سولې دپاره په اخلاص ګامونه اخلي.

دپوځ مطبوعاتي څانګې ددې لیدنې نور جزئیات نه دي په ډاګه کړي خو جنرال باجوه دبهرنیو سفیرانو سره دا لېدنه په داسې حال کې کړې چې دافغانستان دننه په دې وروستیو کې دجګړو لړۍ چټک شوې اؤ طالبان دعوه کوي چې دهیواد د لسو ولایتونو سرښارونه یې نیولي دي.

افغان چارواکي اؤ دټولنیزو رسنیو په میلیونو فعالان پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورنوي اؤ‌ دنړیوالې ټولنې نه غوښتنې کوي چې باید په پاکستان بندیزونه ولګوي.

پاکستان که هرڅو په رسمي توګه افغانستان کې دمداخلې اؤ دطالبانو دملاتړ تورونه ردوي خو دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید پخپله هم په دې وروستیو دجیو ټي وي سره یوه مرکه کې منلې وه چې دافغان طالبانو دمشرانو کورونه پاکستان کې دي اؤ دوئ خپل علاج هم دپاکستان دهسپتالونو څخه کوي.

تیره میاشت داسیاء دپیوستون نړیوال کانفرانس ته خپله وینا کې دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په موجودیت کې افغان ولسمشر اشرف غني تور لګولی ؤ چې په نزدې وختونو کې دپاکستان څخه تر ۱۰زرو زیات جنګیالي دبریدونو دپاره افغانستان ته اوښتي دي.

خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان بیا دغه کانفرانس ته خپله وینا کې داشرف غني تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دپاکستان هومره قربانۍ دافغانستان دامن په لاره کې چا هم نه دي ورکړي.

افغان حکومت په پاکستان پرله پسې ټینګار کوي چې په طالبانو دخپل نفوذ څخه په استفاده باید هغوئ دسولې بامقاصده خبرو ته کښینوي خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي چې افغانستان څخه دبهرنیو دسرتیرو د وتلو سره طالبان اوس ځان فاتح لوری ګڼي اؤ داشرف غني حکومت سره دسولې خبرو ته نه کښیني

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG