لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان د 14 ولایتونو د مرکزونو د نیولو دعوه کوي خو حکومت یې ټولې دعوې نه مني


واشنګټن ـــ افغان طالبانو د جمعې په ورځ دعوه کړې چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې یې د پینځو نورو ولایتونو مرکزونه نیولي دي او وایي د هرات ولایت پخوانی والي اسماعیل خان چې د دوی خلاف یې وسله اخیستې وه له خپلو کسانو سره د دوی ملګری شوی دی. افغان حکومت یې ځینې دعوې رد کړې او ځینې یې تایید کړې دي.

په قطر کې د افغان سولې په اړو درې ورځنیو خبرو او د ملګرو ملتونو په ګډون د امریکې او نورو هېوادونو غوښتنو طالبان ډزبندۍ ته مجبور نه کړل او یو په بل پسې د افغانستان د نورو ولایتونه نیسي.

طالبانو نن د جمعې په ورځ ویلي چې د نورو مهمو ولایتونو کندهار، هرات، هلمند، غزني او زابل ولایتونو مرکزونه یې نیولي دي.

رپوټونه وایي د لویو ښارونو تر نیولو وروسته طالبانو ته د کوچنیو ولایتونو لکه روزګان، غور او لوګر د مرکزونو نیول اسانه شول او وایي د دغو ولایتونو مرکزونه ترینکوټ، فیروزکوه او پول عالم یې اوس تر واک لاندې دي.

د روزګان والي په خپل یوه ویډیو پیغام کې ویلي، د سیمې قبایلي او سیاسي مشرانو ورڅخه وغوښتل چې د طالبانو په وړاندې له جګړې لاس واخلي او د خلکو د وینو تویولو مخه ونیسي ځکه نو ده هم واک طالبانو ته وسپاره.

د اسوسيېټیډ پریس د خبر له مخې پر هرات او کندهار د طالبانو تر قبضې وروسته د افغانستان په 34 کې 12 ولایتونه د طالبانو لاسونو ته لوېدلي دي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د 14 ولایتونو د مرکزي ښارونو د نیولو دعوه کوي.

طالبانو پخپل یو بیان کې ویلي چې د هرات مشهور قوماندان او پخوانی والي محمد اسماعیل خان له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای د طالبانو په لیکو کې شامل شوی او طالبانو د هغه او د هغه د ملګرو هرکلی کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په لوېدیځ او جنوب کې د طالبانو له خوا په بشپړه توګه د حکومت له لاسه د یو شمېر ولایتونو وتل رد کړل، خو دا مني چې طالبان په کندهار، لښکرګاه، بادغیس او غور ښارونو کې مخې ته تللي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن وي او اې ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دغو ولایتونو په مرکزونو کې موجود دي او اوس مهال له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

طالبانو دعوه کړې د تېرې ورځې له مازیګره یې د کندهار، هلمند، بادغیس او غور د مرکزونو تر نیولو وروسته په دغو ولایتونو کې یو شمېر افغان سرتېري نیولي او د یادو ولایتونو زندانونه یې هم مات کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي د طالبانو له خوا د افغان سرتېرو د نېول کېدو او زندانونو د ماتولو په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي طالبان ښارونو ته په رسېدو دعوه کوي چې ګواکې ټول ولایت او ښار یې نیولی، خو وایي یواځې د افغان ځواکونو د شته والي ځایونه توپیر لري او هغوی اوس هم په هغو ښارونو کې جګړه کوي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې پر زیاتوالي او د عامو خلکو پر بې ځایه کېدو اندېښنه ښودلې. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک رسنیو ته ویلي، دوی هیله من دي په دوحه کې د افغان حکومت، طالبانو او د هېوادونو د استازو د بحث او خبرو اترو له لارې د جګړې د ختمېدو لپاره اتفاق ته لار پرانیستل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG