لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو مشر په طالبانو د بریدونو ودرولو غږ کړی


د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونیو ګېټرس د جمعې په ورځ په طالبانو غږ کړی چې په سمدستي ډول وسله وال عمليات پرېږدي او د افغانستان او ولس دپاره يې په ښه نيت خبرو ته راشي.

نوموړي ویلي، "د نړيوالې ورورلۍ ښکاره پېغام پکار دی چې د وسلې په زور واک اخستل ناکامه وړانديز دی، دا کار يواځې د کورنيو جګړو اوږدېدو سبب جوړیږي او افغانستان په بشپړ ډول يواځې کوي".

د ملګرو ملتونو مشر ويلي "افغانستان د لاسه ووځي" په داسې کې چې طالبانو د نيمې پورې افغانستان نيولی دی او په کابل يې نظر دی.

نوموړي په جګړه کې ښکېلو خواو باندې په ټينګار سره غږ کړی چې "د ولسي وګړو د خوندي توب خيال وساتي او خبرداری يې ورکړی چې د جګړې دوامداره پاتې کېدو مطلب وينه توېدل دي، او زیات قیمت يې ولسي وګړي ورکوي".

ملګرو ملتونو ویلي په تيره يوه میاشت کې په جګړو کې يواځې په هلمند، کندهار او هرات کې د 1000 نه زيات ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي او نزدې دوه نيم لکه بې کوره شوي دي.

ګېټرس ویلي، "د افغانانو په مشرۍ سیاسي جوړ جاړی د سولې يواځينۍ لاره ده". هغه په افغان حکومت او طالب استازو د خبرو غږ کړی دی.

نوموړي "د طالبانو په لاس کې راغلو سیمو کې د بشري حقونو په بندېزونو د خفګان څرګندونه کړې چې په ځانګړي ډول ښځينه خبريالانې په نخښه کیږي".

هغه په ځانګړي يادګېرنه کړې چې "دا ډيره ويرونکې او زړه ماتوونکې ده چې راپورونه ويني چې په سخته ترلاسه شوي د جينکو او ښځو حقونه تروړل کيږي".

نوموړي ویلي په داسې حال کې چې د افغانستان د امنيت خرابيږي ملګري ملتونه هيڅ پلان نه لري چې افغانستان پرېږدي.

د ملګرو ملتونو مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د مې د مياشتې راهسې امریکا د افغانستان څخه ځواکونه ويستل پېل کړي او په دې وروستۍ اوونۍ کې طالبانو د افغانستان په 34 ولايتونو کې د 16 د مرکزونو د نيولو ويلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG