لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې ویلي د کابل څخه يې د سفارتکارو د ويستلو عمل بشپړ کړی


Kabul

امریکا ویلي د کابل څخه یې د سفارتکارو د ويستلو عمل بشړ کړی او پاتې کار کوونکي د نورو امريکايي وګړو او ويزه لرونکو د پرسې په عمل کې بوخت دي.

دغه خبره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس د نهې/ سه شنب په ورځ (17 اګست) د افغانستان په تازه حالاتو د خبريالانو سره په خبرو کې کړې ده.

هغه وويل، امریکا 24 ساعته کار کوي چې په پرامنه توګه امریکايي وګړي د افغانستان نه اوباسي او هغه کسان چې ويزې لري او مونږ نور د الوتنو عمل ګړندی کوو.

هغه ويلي د امریکايانو سره په رابطه کې دي چې دوی په پرامنه توګه اوباسي.

پرايس زياته کړې چې په افغانستان کې پخوانی امریکايي سفير جان بس کابل ته روان کړی شوی څوک چې په ترکي او جارجيا کې د سفارتکارۍ تجربه لري هغه به په کابل هوايي اډه د سفارتي رابطو دپاره موجود وي.

امریکې دغه تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې طالبانو په 15 اګست کابل نيولی دی.

په کابل کې د امریکايي ناظم الامور (شارزدافير) راس ولسن به په کابل کې وي او سفارتي ماموريت به مخ په وړاندې بوځي.

نوموړي ولسن پرون په ټویټر ويلي وو، "د غلطو رپورټونو برعکس، په کابل کې د امریکې د سفارتخانې عمله او زه په کابل کې يو، د زرګونو امریکايانو او افغانانو دپاره چې په خطر کې دي کار کوو. د افغانانو سره زمونږ ژمنتیا دوام لري".

نېډ پرايس وویل د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د امریکايانو د ويستلو په لړ کې د کوېت او قطر د بهرنیو چارو د وزیرانو سره هم تماس نيولی دی.

XS
SM
MD
LG