لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: په وسله وال بريد کې يو سرتيری وژل شوی


د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د امنیتي سرتیرو په یوه پوسته ترهګرو برید کړی چې پکې د ملیشې ځواک یو عسکر وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

دسیمې نه امنیتي سرچینو دا پیښه تایيد کړې او وایي برید د جنوبي وزیرستان لدها تحصیل په کوټ لنګر خېل سیمه کې شوی دی.

د دې پېښې ذمه داري پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې ده.

دا بريد په داسې حال کې شوی چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او دعوه کوي چې د ملک زياترې برخې د طالبانو په قبضه کې دي.

امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي تیره شپه د جنوبي وزیرستان به کوټ لنګر خیل سیمه کې وسله والو د امنیتي سر تیرو په پوسته برید کړی چې تر ډیر ساعت د امنتي ځواکونو او وسله تر مینځه نښتې دوام لرلو او د امنیتي سرتیرو ځوابي ډزو کې دا برید په شا تمبول شوی دی.

سرچينو ویلي د ډزو په پیښه کې د ملیشې ځواک یو عسکر مړ او بل ټپي شوي دي.

يو امنيتي چارواکي ويلي د ډزو وروسته امنیتي سرتیري د پیښې ځایې ته رسېدلي او لټون عملیات یې پېل کړي دي خو د ډزو په پایله کې وسله والو ته اوښتي زیان معلومات یې نه دي تر لاسه کړي او نه تر اوسه څوک نيولي دي.

د روانې د اګست په میاشت کې په جنوبي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو د برید کولو دا نهمه پېښه ده. او دغه پیښو زمه داري لا قانونه ګرځول شوې دپاکستاني طالبانو ډلې منلي دي.

د ناامنۍ په دې تازه پېښه وایس اف امریکا ډیوه د سیمې پولیس او انتظامیه سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

په 13 اګست د پاکستان پوځ ويلي، افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په یوه پوسته ترهګرو برید کړی چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی دی او پوځ په ځوابي عملیاتو کې د یو وسله وال د وژلو او یو د نيولو دعوه هم کړې ده.

په دې وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو بریدونو او د هدفي وژنو پېښو کې اضافه شوې ده.

په وروستيو کې د تازه پېښو په اړه د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وي او ای ډيوه ته ويلي وو تازه د بدامنۍ چې کومې پېښې کيږي دا د افغانستان سره پولې ته نزدې غرييزې ځنګلي علاقې دي.

په وزیرستان کې وسله وال بريدونه په داسې حال کې چټک شوي چې لاقانونه ګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي مسيد د جولایې په 28 د امریکه خبري ادارې سي این این ته ويلي وو د پاکستان د امنیتي ادارو پرضد جنګيږي او زياته کړې يې وهچې د پاکستان قبايلي ضلعې به ونيسي او خپلواکه به يې کړي.

د پاکستاني طالبانو د مشر د سي اېن اېن سره دغه خبرې په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د افغانستان نه امريکايي ځواکونه ووځي او طالبانو کابل نيولی دی.

په پاکستان کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايۍ) د پاکستان له یو شخصي ټیلیویژن 92 نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ويلي يې وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG