لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپوټ: امریکې د افغانستان نهه نیم اربه ډالر کنګل کړل او طالبانو ته یې نه ورکوي


واشنګټن ـــ د امريکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او نورې مېډيا ويلي چې د ولسمشر جوبایډن ادارې د امريکې په بېنکونو کې د افغانستان نهه اشاريه پينځه یا نهه نیم اربه ډالره کنګل يا قلف کړي دي.

د صدر جو بایډن د حکومت یو چارواکي واشنګټن پوسټ ته په يو بيان کې وويل چې په امریکا کې د افغانستان ملي بېنک شتمنۍ به طالبانو ته نه ورکوي.

د افغانستان بېنک سرپرست مشر اجمل احمدي وایي په دغه شتمنۍ کې ډالر، سره زره ، بانډونه او نوره سرمایه ده چې وایي ډېره یې د نیویارک په فېډرل ریزرو او نورو ادارو کې پرته ده.

د امریکې حکومت دا پرېکړه په داسې وخت کې کړې چې طالبانو د اګست له 15مې راهیسې د افغانستان واک پخپل لاس کې اخیستی او د دې هېواد د کرنسۍ افغانۍ ارزښت هم هلته د حالاتو د ناڅاپي بدلون له کبله 4.6 لوېدلی دی.

ورځپاڼه وايي د امريکا د ماليې وزارت او د بهرنیو اثاثو د کنټرول دفتر په ګډه دغه فېصله کړې ده، خو وایي د بهرنیو چارو وزارت چارواکي هم په دې پرېکړه کې شامل وو او سپینۍ ماڼۍ د دغو معاملاتو څارنه کوله.

د بایډن د دفتر چارواکي ویلي چې د امريکا نه افغانستان ته نغدو پيسو پر لېږلو هم بندیزونه لګول شوي او د دې علت یې هم دا ښودلی دی چې وایي طالبانو ته پیسې په لاس ور نه شي.

رپوټ وایي د بایډن انتظامیې ته د افغانستان بېنک د دې شتمنۍ د کنګل کولو لپاره د نوي واک اړتیا نه شته ځکه چې وایي د 2001م د ستمبر د 11مې له ترهګرو بریدونو وروسته د یوه صدارتي فرمان له مخې پر طالبانو بندیزونه لګېدلي دي.

د افغانستان د مرکزي بېنک «د افغانستان بانک» سرپرست مشر اجمل احمدي په یو ټويټ کې ويلي په بېنکونو کې د هېواد شتمنیو ته هېڅ زیان اوښتی نه دی او نه د کوم بېنکي حساب نه پیسې پټې شوي دي.

نوموړي هیله ښودلې چې د ماليې وزارت، چې اشاره یې امریکا ته ده، به د افغانستان بېنکي شتمنۍ طالبانو ته ورکړي. پر کابل باندې د طالبانو تر يرغل وروسته ښاغلی احمدي د افغانستان نه وتلی دی.

اقتصادي څېړونکي وایي که طالبان په افغانستان کې داسې یو حکومت جوړ کړي چې امریکا او د دې ملګري هېوادونه یې په رسمي ونه پېژني نو طالبان به په امریکا کې دغو پیسو ته له رسایۍ محروم شي.

وایي افغانستان په تېرو شلو کلونو کې تر ډېره د امریکې او اتحادي هېوادونو په مرسته چلېده او ډېر لږ بودیجه یې له خپلو داخلي پیدوار څخه پیدا کوله، نو که له راتلونکي حکومت سره بهرنۍ مرسته ونه شي دا هېواد به له اقتصادي بحران او خلک به یې له شدید غربت سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG