لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور:دجمعې خطبو کې په کابل دطالبانو قبضه ستره فتحه یاده کړل شوې ده


دطالبانو لخوا دکابل نیولو وروسته نن وړومبۍ جمعه ده اؤ په خیبرپښتونخوا کې په دې ورځ په جوماتونو کې زیاتره علماءکرام او امامان د جمعې په خطبو کې په افغانستان کې د طالبانو په بریا غږیدلي او دا یې یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده.

د خېبر پښتونخوا بېلا بيلو سيمو نه نن خلکو ډيوه ته ويلي د جمعې مانځه په مهال ځايي علماؤ د افغان طالبانو لخوا دسترې فتحې په توګه ياد کړي او د مونځ نه وړاندې مسلو کې يې د طالبانو د کاميابۍ او دلته هم د اسلامي نظام دنفاذ دعاګانې کړې دي.

څيړونکي وايي مذهبي سخت دریځي زياتيدل په راتلونکي کې د پاکستان دپاره مشکل جوړولی شي او هم افغانستان ته ددې ځايي نه د طالبانو په شکل کې د خلکو د تلو امکان زياتولی شي۔

د جمعې په ورځ د نمونځ نه وړاندې اکثر دپاکستان په جوماتونو کې ملیان د دیني مسایلو ترڅنګ په روانو سياسي او نړيوالو حالاتو خبرې کوي خو په خاصو موقعو بیا دملیانو اؤ علماء کرامو خطبې په په ځانګړو موضوعاتو وي.

دطالبانو لخوا دکابل نیولو وروسته چې نن وړومبۍ جمعه وه نو دخیبر پښتونخوا په زیاتره جوماتونو کې دملیانو دخطبو موضوع د طالبانو بریا پاتې شوې ده.

د بېلا بېلو سيمو ځايي خلکو ډيوه ته وويل چې په جوماتونو کې دعلماؤ سقوط د کابل نيول د طالبانو د ګټې په الفاظو کې ياد کړې شو او پاکستان کې هم د اسلامي نظام دنفاذ دپاره دعاګانې وشوې۔

د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف چې پخپله يي هم د جوماتونو څخه دطالبانو دبریا په هکله دملیانو خطبې اوریدلې دي، نوموړي ډیوه وويل دلته د مدرسو او جوماتونو شمېر په زرګونو دی.

هغه وایي دغو جوماتونو نه د افغان طالبانو د ګټې بيانونه دلته خلکو ته د اسلامي نظام راوستو ترغېب ورکولی شي او د دې اثرات به راتلونکي کې پاکستان او په خصوصي توګه په خېبر پښتونخوا کې ليدل کيږي۔

ډاکټر عرفان اشرف وويل دلته وړاندې نه وسله وال تنظمونه شتون لري، په تعليمي نصاب کې هم مذهبي سخت دريځي ښودل کيږي او اوس دوئ ګوري چې تبليغې جوماتونه کوم چې به اکثر بې پلوه وؤ هغه هم د طالبانو لخوا کابل نيول د ګټې په الفاظو يادوي.

خبريال عبدالله مومند وايي دې سره به دلته هم سخت دريځي زياتيږي او ورسره به افغانستان ته د جنګ دپاره دتلونکو شمېرهم زياتيدی شي۔

دپاکستاني ميډيا د راپورنو ترمخه په دې وروستیو کې دپاکستان دپارليمان داستازو دبندو دروازو ترشا شوې غونډې ته وويل شوي چې افغان طالبان او پاکستاني طالبان د يوې سيکي دوه مخونه دي،

په نزديو کې د افغانستان نه داسې خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ چې د افغان طالبانو لخوا دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو دقبضې په مهال دافغان بندي خانو څخه ګڼ شمېر پاکستاني طالبان هم خوشې کړل شوي دي۔

په ۱۷م اګست د پاکستان دداخله چارو وزير شيخ رشيد ويلي وؤ د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د داعش خلک د پاکستان پولې ته څېرمه د ننګرهار اؤ نورستان په غره ييزه سيمو کې دي.

د جيو ټي وي سره په خبرو کې شیخ رشيد ویلي وؤ، د ټي ټي پي او داعش په اړوند په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کې یو، او هڅه کوؤ چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي او طالبانو ته يې ويلي چې پاکستان به هم کومه لاس وهنه نه کوي.

XS
SM
MD
LG