لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو د پاکستان په شکایت پر افغان خاوره د ټي ټي پي د مخنیوي کمېشن جوړ کړی


واشنګټن ـــ پاکستان وايي د افغانستان له نوي جوړېدونکي حکومته به غوښتنه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد کارروايي وکړي. د اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت په خپله خاوره د پاکستاني طالبانو د شته والي او فعالیت انکار کړی وو، خو سرچینې وایي افغان طالبانو یو کمېشن ټاکلی چې د پاکستان دغه شکایتونه وڅېړي‌او پاکستاني طالبان د پاکستان په ضد د خپلې خاورې له استعمالولو را وګرځوي.

د افغانستان طالبانو يوه درې کسيزه شوری ټاکلې ده چې د پاکستان په ضد وسله وال پاکستاني طالبان د د ې هېواد په ضد د ترهګرۍ نه ودروي.

د وي او اې سرچينې وايي د افغان طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده دغه درې کسيزه شورا د پاکستان له خوا د شکايت په غبرګون کې جوړه کړې ده، چې وايي‌ پاکستاني طالبان د دوی‌ په ضد د افغانستان خاوره استعمالوي.

په اسلام آباد کې د وي او اې سرچينې وايي‌ افغان طالبان د تحريک طالبان پاکستان يا ټي‌ ټي پي په وسله والو غږ کړی چې د پاکستان سره خپله شخړه هواره کړي‌ او د پاکستان له خوا تر ممکنه معافۍ وروسته دې د خپلو کورنيو سره بېرته پاکستان ته لاړ شي.

پاکستان او افغان طالبانو لا په رسمي توګه د دې پرمختګ په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري ويلي وو اسلام آباد به د تحريک طالبان پاکستان په سر د کابل سره خبره کوي.

نوموړي ويلي، "مونږه د تېر افغان حکومت سره هم د ټي ټي پي لخوا په پاکستان کې د ترهګرۍ خبره را اوچته کړې وه او دغه کشاله به د راتلونکي حکومت سره هم اوچتوو چې تحريک طالبان ډله د پاکستان په ضد د افغانستان نه کاروايانې ونه کړی شي".

په قطر کې د افغان طالبانو د دفتر وياند سهېل شاهين وي او اې ته ويلي، "دغه اندېښنه قانوني ‌ده او په دې اړه زمونږه پاليسي واضحه ده چې مونږه به د پاکستان په ګډون د ټولو ګاونډي هېوادونو په ضد د افغانستان خاوره چاته استعمالولو ته پرې نه ږدو".

سهېل شاهین ویلي پاکستان ته په دې اړه د اندېښنې هېڅ ضرورت نشته ځکه چې وایي ټي ‌ټي پي يا کومه بله ترهګره ډله به د ترهګرۍ د پاره د افغانستان خاوره نه استعمالوي، دا خبره دې ټولو ته په ډاګه وي.

په کال ۲۰۲۰ کې د امريکې او طالبانو په تړون کې دا خبره په ډاګه وه چې امريکا او بهرني عسکر به د افغانستان نه وځي خو طالبان به د افغانستان خاوره ترهګرو ته د سيمې او نړۍ په ضد کارولو ته نه پرېږدي.

سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي پاکستان د خپل آيين سره سم پاکستاني طالبانو ته معافي ورکولی شي که هغوی وسله کښېږدي او د پاکستان اساسي‌ قانون ومني،‌ خو پاکستان به کله هم د دغې ډلې غوښتنې ونه مني.

پاکستان له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال په افغانستان کې پټ دي‌ او له هغه ځایه د پاکستان په ضد د ترهګرۍ حملې پلانوي، خو د اشرف غني او حامد کرزي په مشرۍ تېرو افغان حکومتونو یې دا تورونه رد کړي دي.

امريکې او ملګرو ملتونو د پاکستان تحريک طالبان ډله ترهګر تنظيم بللی او د دغې تنظيم په غړو يې سفري بنديزونه لګولي دي.

د پاکستان اېکسپرېس ټريبیون ورځپاڼې د اګست پر 19مه په خپل یو رپوټ کې لیکلي، تحریک طالبان پاکستان ورته ویلي چې د دوی 780 تنه پخواني وسلوال د افغانستان له جېلونو خوشي شوي دي چې په هغوی کې د دې ډلې یو مهم مشر مولوي فقیر محمد هم شامل دی.

د یادونې وړ ده چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې اوسنی مشر نور ولي مسید دی او هغه په تېره جولای میاشت کې له سي این این ټیلیویژن سره په مرکه کې ویلي وو، قبایلي سیمې به له پاکستانه جلا کړي.

XS
SM
MD
LG