لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې ترهګرو ته ضمانت ورکول کيږي خو علي وزير ته نه ورکول کيږي، پي ټي اېم کراچۍ


په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر نورالله ترين وايي، په پاکستان کې ترهګرو ته ضمانتونه ورکول کيږي خو د پارليمان غړی علي وزیر چې امن يې غوښتی د امن خبره يې کړې هغه ته ضمانت نه ورکول کيږي.

پي ټي اېم پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ (22 اګست) ناوخته په کراچۍ پرېس کلب د غورځنګ د يو مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي علي وزير د خوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهره کړې ده.

مظاهرې ته په وېنا کې د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نورالله ترين وویل، "عجبه خبره دا ده په پاکستان کې داسې خلکو ته هم ضمانتونه ورکول کيږي چې هغه ترهګر دي، هغه کرپټ خلک دي هغه قاتلان دي هغو ته ضمانت ورکول کيږي، خو پارليماني غړي ته، جمهوري سړي ته، هغه سړي ته چې په ملک کې امن غواړي، ترهګري ختموي، هغه سړي چې د امن دپاره يې 18 جنازې ورکړي دي هغه ته ضمانت نه ورکول او دا په عدالتو غټ سوال دی".

د علي وزير د خوشي کولو دپاره په احتجاجي مظاهره کې د پي ټي اېم سره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون سټوډنټ فېډرېشن، سوشل ورکر پارټۍ او مدني فعالانو په ګڼ شمېر کې ګډون کړی دی.

مظاهرې ته وېنا کوونکو وويل، د علي وزیر د امن خبره او د تضاداتو په ګوته کول، هغه وېناګانې په دې خلکو بدې لګيدلي ځکه چې هغه د دوی پټې خبرې ښکاره کړي.

دوی وويل چې علي وزير د قانون ضد خبرې نه دي کړي، د علي وزیر د خبرو نه زياتې سختې خبرې د پاکستان دې موجوده وزيراعظم عمران خان کړي خو علي وزير د اته مياشتو راهسې په بې بنیاده تورونو بنديوان کړی شوی دی.

نور الله ترين وویل که علي وزیر زر خوشی نه کړی شو دوی به د کراچۍ په پرېس کلب مخې ته نه ختمېدونکې مظاهره پېل کړي.

علي وزیر د تير کال دسمبر په شپږمه په کراچۍ کې د پي ټي اېم د جلسې پرضد جوړه مقدمه کې بنديوان دی.

ياده مقدمه چې د علي وزیر د پي ټي ايم د مشر منظور پشتون، محسن داوړ او نورو پرضد درج شوې علي وزیر په دغه مقدمه کې په 16 دسمبر په پېښور کې پوليسو نيولی او کراچۍ ته يې راوستی وو.

په ياده مقدمه کې د علي وزیر د نیولو وروسته په کراچۍ کې د پي ټي اېم يو شمېر غړي نيول شوي خو هغوی ټول بيا په ضمانت پرېښودی شوي او د علي وزیر ضمانت اول د ترهګرۍ ضد عدالت او بيا د سيند هايکورټ رد کړی وو.

له دغې وروسته د نوموړي په ضمانت د خوشي کولو دپاره سپريم کورټ ته خواست شوی دی.

XS
SM
MD
LG