لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

او ايي سي په کابل کې په راتلونکي حکومت باندې د بشري قوانينو د احترام غږ کړی


OIC
OIC

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) ویلي "نړیواله ټولنه او او ايي سي په کابل کې په واک کې د راتلونکي حکومت نه تمه لري چې د ټولنې د هرې طبقې سره ټول شموله خبرې وکړي، هېواد ته قومي پخلاينه راولي، د نړیوالو تړونونو منل يقيني کړي، د ملګرو ملتونو منشور، قراردادونو او پرېکړو ته ژمن پاتې شي".

د سعودي عرب په جده ښار کې د افغانستان په روانو حالاتو د او ايي سي د اېګزېکټيو کمېټۍ غېر معمولي غونډه کړې ده.

په 22 اګست ترسره شوې غونډه کې د او ايي سي سيکرټري جنرل ډاکټر يوسف العثيمين ویلي، هغه د کورب سعودي عرب مننه کړې چې دغه غونډه يې رابللې ده.

د او ايي سي د غونډې په اړه خپره کړې اعلاميه کې ویل شوي دا د نړیواله ورورولۍ او په افغانستان کې په واک کې د راتلونکي حکومت زمه واري ده چې يقيني کړي چې افغانستان بيا کله هم د ترهګرۍ او تندلاريتوب ځاله جوړه نه شي.

او ايي سي ويلي تمه لري چې د نړیوالو بشري قوانینو ترمخه د افغانستان د خلکو د ژوند حقونه خوندي وساتل شي احترام ورته ولري او عزت يې په ځای په ځای پاتې شي.

د او ايي سي عمومي سېکتر په دې خبره ټینګار کړی چې په سمدستي ډول په افغانستان کې دې ته اړتیا ده چې کوم خلک په افغانستان کې بې کوره کيږي هغوی ته پاملرنه وشي، هغه د او ايي سي په غړو هېوادونو غږ کړی چې د افغانستان د اغېزمنو علاقو د خلکو سره په بشري بنيادونو مرستې وکړي.

خو د او ايي سي په اعلامیه کې د طالبانو د حکومت يا په کابل کې د راتلونکي حکومت په اړه په رسمي توګه د پېژندې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم او ايي سي دغه غونډه په داسې حال کې کړې چې په 15 اګست طالبانو کابل نیولي او ویلي يې دي زر به ټول شموله اسلامي حکومت جوړ کړي او په دغه اړه یې د خپلو سيالانو سره خبرې روانې دي.

د او ايي سي د وېب پاڼې ترمخه دا تنظيم چې په کال 1969 کې جوړ شوی 57 اسلامي هېوادونه يې غړي دي او دا په ملګرو ملتونو پسې دوېم غټ تنظيم دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG