لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: چا چې د کرونا ويکسين نه وي لګولي د ستمبر وروسته به هوايي سفر نه شي کولی


پاکستاني چارواکو ويلي د ستمبر په مياشت کې که چا د کرونا ويکسین ونه لګول د اکتوبر د لومړۍ نېټې څخه وروسته به ورته په ملک کې دننه او د ملک څخه بهر د هوايي سفر يا په الوتکه کې د سفر اجازه نه ورکول کیږي.

دغه خبره پرون په 24 اګست د پاکستان د پلاننګ وزیر اسدعمر او د صحت په چارو کې د وزیراعظم ځانګړي مرستیال ډاکټر فېصل سلطان د يوې غونډې وروسته کړې ده.

د پاکستان حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې چې په تير شوا روز کې په پاکستان کې نور 141 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې د کرونا څخه ټول 25زره 220 کسان مړه شوي دي.

اسد عمر پرون ویلي د 17 کالو د عمر کسانو دپاره يې د کرونا ضد ويکسين لګولو عمل پېل کړو او د 15 او 16 کالو د عمر کسانو دپاره به ويکسين لګول زر پېل کړي.

ډاکټر فېصل سلطان دا هم ويلي چې هغه کسان چې د ملک نه بهر ځي دوی ته به اوس هغه ويکسين لګول کیږي کوم ته چې هغوی ضرروت لري.

خو نوموړي ویلي دغه ويکسين به هغو کسانو ته لګوي چې خپله ويزه ښکاره کړي او دغه ويکسن به په کم قیمت لګول کيږي او د لومړي ستمبر نه به دا عمل پېل کولی شي.

فېصل سلطان ویلي داسې خبرونه ورته ترلاسه شوي چې خلک د ويکسينو لګولو جعلي سرټيفېکټونه ترلاسه کوي حکومت د هغو کسانو پرضد عملیات پېل کوي چې څوک په دغه جرم کې ککړ دي.

د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې څلور کروړه 78لکه 2106 د کرونا ويکسين لګول شوي چې پکې يو کروړ 39لکه 70زره 584 کسانو ته د ويکسين دوه ډوزه لګول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG