لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلينکن: د افغانستان نه د وتلو دپاره ټاکلې نېټه نشته


د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن د شورو/ چهارشنبې په ورځ ویلي، د افغانستان نه د وتلو دپاره ټاکلې نېټه نشته چې د اګست د 31 نه وړاندې به ووځي.

نوموړي ویلي، دوی به هېر نه کړي، او زیاته کړې يې ده په طالبانو به د خلکو د ملک پرېښودو دپاره سفارتي، اقتصادي او نور فشار سېوا کوي.

د شورو په ورځ د امریکا سپينې ماڼۍ، د بهرنيو چارو وزارت او د دفاع وزارت د کابل هوايي اډې په دروازو د ګډوډۍ په اړه نيوکې کړي دي.

سپينې ماڼۍ د شورو په ورځ ویلي، د 14 اګست څخه وروسته يې د افغانستان نه د 82زره300 کسانو په ويستو کې د امریکا پوځ او اتحاديانو يې مرستې کړي دي او دې ته تاريخي کار ويل شوي دي.

ويل شوي د جولايۍ د اخرې نه وروسته امریکا 88زره کسان ويستلي چې نيمايي يې ښځې او ماشومان دي.

له دې وړاندې د امریکا صدر جوبايډن هیله څرګنده کړې د 31 پورې د افغانستان د ويستلو عمل سرته ورسي.

د شورو په ورځ په کابل کې د امریکا سفارتخانې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د کابل هوايي په دروازو د امنيت خطره ده ځکه دوی دې د هوايي اډې پله تلو څخه ډډه وکړي څو پورې چې دوی ته د امریکايي حکومت لخوا کوم پېغام نه وي ترلاسه شوی.

بلينکن ويلي په افغانستان کې اوس هم 1500 امریکايان موجود دي، هغه زياته کړې په 14 اګست 6000 امریکايان په افغانستان کې وو کله چې طالبانو افغانستان ونيولو.

هغه ویلي 4500 امریکايان ويستل شوي چې پکې 500 په تيره يوه ورځ کې ویستل شوي دي.

د امریکايي چارواکو په وېنا اوس هم لس زره کسان داسې دي چې د افغانستان نه وتل غواړي. د امریکې د دفاع وزارت پېنټاګون ویاند جان کربي ویلي د 31 اګست وروسته به د هوايي اډې د امنیت زمه واري د امریکا نه وي.

XS
SM
MD
LG