لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا په ننګرهار کې د داعش پلان جوړونکی د ډرون د لارې په هدف کړی


امریکې ویلي د افغانستان په ننګرهار ولايت کې يې په بې پايلټه ډرون بريد کې د داعش خراسان ډلې پلان جوړونکی په هدف کړی دی.

دا بريد د خالي/شنبې په ورځ په داسې حال کې شوی چې د زيارت/پنجشنبې په ماښام د کابل په هوايي اډه ځانمرګي بريد شوی 169 افغان وګړي او 13 امریکايي سرتيري پکې وژل شوي وو.

د امریکې مرکزي کمانډ ويلي د ننګرهار په بريد کې په مبيينه توګه د کابل د بريد پلان جوړونکی د داعش غړی په هدف شوی دی.

داعش د 26 اګست د کابل په هوايي اډه د ځانمرګي بريد زمه واري منلې وه.

د سمندري ځواک وياند کېپټن ويليم اربن ويلي په بريد کې يو تن وژل شوی او دوی خبر دي چې ملکي وګړي پکې نه دي وژل شوي.

د زیارت په ورځ په کابل کې د ځانمرګي بريد وروسته د امریکا صدر جوبايډن ويلي وو په دغه بريد کې ککړ به ترې پټ نه شي.

هغه ويلي وو امریکا به دغه تن راښکاره کوي او بدل به ترې اخلي.

بل لور ته د امریکې د دفاع وزارت ویلي د کابل په هوايي اډه يو ځانمرګی بريد شوی وو.

د زیارت په ورځ د کابل په حامد کرزي هوايي اډه دغه بريد په داسې حال کې شوی چې په هوايي اډه په ګڼ شمېر کې خلک راجمع وو.

د يادې پېښې وروسته په هوايي اډه ګڼه کمه شوې، هوايي اډې ته نزدې کوڅې خوشې شوې او طالبانو د اييرپورټ لوري څوک نه پرېښودل.

خو د جمعې په ورځ د هوايي اډې نه الوتنې روانې وې.

د امریکې صدر جوبايډن ويلي د غېر معمولي خطرو باوجود يې د يو لک نه زيات کسان د افغانستان نه ویستي دي.

د افغانستان څخه امریکايان او افغانان وروسته له هغې ويستل کيږي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په روژه کې کوم خوراکونه ګټه ور او کوم تاواني دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG