لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سفارتخاني امریکايانو ته د کابل هوايي اډې نه لرې پاتې کېدو خبرداری ورکړی


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په خپله وېب پاڼه ويلي، چې په کابل کې د امریکې سفارتخانې امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې د امنيت د خطرې له کبله د کابل هوايي اډې پله نه ورځي او که د هوايي اډې په څلورو دروازو کې د يوې سره هم نزدې وي نو په سمدستي توګه دې لرې شي.

دغه خبرداری په داسې وخت کې ورکړی شوی چې د زيارت/پنجشنبې په ورځ د کابل په هوايي اډه ځانمرګی بريد شوی او د امريکې د دفاع وزارت د جمعې په ورځ د راپورونو له قوله ویلي په دغه بريد کې د 170 نه زيات افغان ملکي وګړي او 13 امریکايي سرتيري وژل شوي وو.

د پېنټاګون وياند جان کربي ویلي داسې خيال کوي چې د کابل په هوايي اډه د بل باوري بريد خطره شتون لري.

امنیتي ګواښ د کابل د هوايي اډې څخه د امریکايي او نورو افغانانو د ويستو عمل ستونزمن کړی دی.

د کابل د حامد کرزي هوايي اډې نه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت يو چارواکي وي او اې ته ویلي، هغه کسان چې د اېمګرېشن ځانګړې ویزه لري د هغو د ويستلو دپاره کوم خاص انتظامات نه ښکارېدل البته وزارت د سفارتخانې د عملې، امریکايي وګړو او مستقل قانوني استوګنو د ویستو هڅې کوي.

باوجود د خطرې د جمعې په ورځ هم د کابل د هوايي اډې نه بهر ګڼ افغانان جمع شوي وو، او د کابل د هوايي اډې نه الوتنې روانې وې.

وال سټريټ جنرل ویلي د جمعې په ورځ د بل ترهګر بريد د اوازو وروسته خلک خواره شوي وو.

د وي او اې خبریال د جمعې په ورځ دغه ځای ته ورغلی او ویلي يې دي زياتې کوڅې خوشې پرتې وي او طالبانو هوايي اډې ته نزدې تلونکې لارې تړلې وې.

داعش د زيارت د ورځې د کابل په هوايي اډه د ځانمرګي بريد زمه واري منلې وه.

امریکايي چارواکو ويلي ځانمرګي 11 کلوګرامه بارود کارولي وو.

د امریکې صدر جوبايډن ويلي وو د داعش نه به د دغه بريد بدل اخلي، او د خالي په ورځ امریکا ويلي په ننګرهار کې يې د کابل د بريد پلان کوونکی په ډرون بريد کې په هدف کړی دی.

نيويارک ټايمز، اېسوسي اېټډ پرېس او افغان پژواک خبري ادارې ویلي وو د کابل په ځانمرګي بريد کې د 170 پورې افغانان او 13 امریکايي سرتيري وژل شوي وو.

سپينې ماڼۍ ويلي په 14 اګست د طالبانو کابل ته ننوتو وروسته يو لک نهه زره کسان د افغانستان څخه ويستل شوي دي او د جولايۍ د میاشتې څخه ټول يو لک 15زره کسان ويستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG