لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یو این ایچ سي آر: راتلونکو څلورو میاشتو کې له هېواده د پينځه لکه افغانانو د کډه کېدو امکان دی


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو د یوې اندازې له مخې ویلي چې کېدای شي په راتلونکو څلورو میاشتو کې پینځه لکه افغانان له خپل هېواده کډه شي.

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د ادارو پر غوښتنه باوجود د پاکستان د مرکزي پارلماني امورو وزیر علي محمد خان وايي پاکستان نور افغان کډوال نه شي زغملای او دا به ګرانه وي چې نورو افغان کډوالو ته ځای ورکړي.

علي محمد خان د شنبې- خالي په ورځ د پښتونخوا په مردان ضلع کې د چېمبر آف کامرس او انډسټري را بلل شوې غونډې ته وویل، افغانانو ته یې تل په پاکستان کې ځای ورکړی خو وایي "دا ځل بیا ځای ورکول کېدای شي هغه شان اسانه نه وي".

پر کابل هوایي ډګر د پنجشنبې- زیارت د ورځې تر ځانمرګو بریدونو وروسته زرګونو خلکو د تورخم او سپین بولدک له لارې پاکستان ته مخه کړې دي خو پاکستان چارواکي وایي بې له قانوني اسنادو د ورتګ اجازه نه ورکوي.

بل لور ته د چمن چارواکي وایي سره له دې چې نویو افغان کډوالو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي خو بیا هم د دوی شمېر ډېر زیات شوی او هره ورځ له لسو تر پینځلسو زرو پورې افغانان پاکستان ته ور داخلېږي.

د سپین بولدک له لارې چمن ته اوښتي افغانان وايي، پر پوله له سختو ستونځو سره مخ دي، ځکه چې وایي پاکستاني چارواکي یې کله خپلې خاورې ته ور پرېږدي او کله یې بیرته افغانستان ته واړوي. د محمد عیسی په نوم یو افغان د وي او اې ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي ته ویلي:

"په دنیا کې به یوه بارډر باندې هم نه دومره تکلیف وي نه دومره ذلالت، ماشومان هلته پاته او ښځې دې خواته را اوښتې دي،‌ نه قانوني چلند کېږي‌ او نه غیرقانوني، له دواړو حکومتونو مو غوښتنه ده چې په اصولو برابر خلک خو دې را واوړي".

په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر ویاند قیصر اپریدي وي او اې ته وویل، له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې روانې دي او له هغوی یې غوښتنه کړې ده چې افغان کډوالو ته پر خپله ځای ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې اوس هم د یو این ایچ سي آر د رسمي شمېر له مخې شاوخوا یو نیم میلین یعنې پینځلس لکه رجسټر او د یوې اندازې له مخې تر لس لکه زیات نارجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG