د امريکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) اعلان کړی چې په افغانستان کې يې پوځي ماموريت (مشن) سر ته ورسېدو، او د کابل نه د امریکا وروستۍ الوتکه د کابل په وخت د 30 او 31 اګست په منځنۍ شپه پورته شوې ده.
دغه خبره د امریکې د سېنټکام مشر جنرل مېککنزي د ويډيوي لنک د لارې کړې چې د افغانستان څخه د وتلو او د 20 کالو ماموريت يې پای ته ورسېد.
مېککنزي ویلي د امریکې دغه ماموریت اسامه بن لادن او د هغه د القاعده نور ډېر ملګري د انصاف کټهرې ته راوستي دي.
نوموړي زياته کړې 2461 امريکايي سرتيري او ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او د 20زرو نه زيات ژوبل شوي دي، نوموړي د افغان سرتيرو او ملکي وګړو ستاينه کړې چې د امریکا سره څنګ په څنګ جنګېدلي او کار يې کړی دی.
هغه ویلي، هغه ټول خلک يې نه دي ويستلي کوم چې دوی ويستل غوښته.
ميککنزي ویلي، د کابل د هوايي اډې نه یې د شپږ زره امريکايانو په ګډون 79زره ملکي وګړي ويستلي دی.
د چارواکو په وېنا امریکا او اتحاديانو يې د يو لک 23 نه زيات ملکي وګړي ويستلي دي.
سپينې ماڼۍ ویلي صدر جوبايډن به د نهې/ سه شنبې په ورځ د امریکا د اوږدې جګړې ختمولو په اړه قوم ته وېنا کوي.
د ګل/دوشنبې په ورځ سپينې ماڼۍ ويلي بايډن د 31 اګست د افغانستان نه د وتلو د خپلې پرېکړې دفاع کړې که څه هم مخالفينو يې په هغه نيوکې کړي دي.
بايډن ويلي د شريکو ځواکونو د مشرانو متفقه سپارښتنه وه چې د پلان ترمخه هوايي ماموريت پای ته ورسوي او د دوی نظر وو چې پوځي ماموریت سرته رسول د پوځ د بچ کولو غوره لاره ده.
د امریکا د افغانستان څخه د وتلو د اعلان نه وړاندې د طالبانو يو مشر وي او اې ته ويلي ټول بهرني ځواکونه د کابل نه ووتل.
طالبانو په ټولنيزو رسنیو ويډیو خپرې کړې چې پکې د دوی لخوا هوايي ډزې کول ليدل کيږي او دوی خوشالۍ کوي.
بل لور ته د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ویلي، په کابل کې يې نور سفارتي شتون نه دی پاتې او په افغانستان کې د امریکا سفارتي مشر راس ولسن په وروستۍ الوتکه کې تللی دی. خو د بهرنيو چارو وزارت ویلي هغو کسانو ته به د کونسلر خدمات ورکوي څوک چې د 31 اګست نه وروسته د افغانستان نه وتل غواړي.
بلينکن د ګل په ورځ ويلي وو، په کابل کې يې سفارتي شتون وځنډو او دوحه ته يې منتقل کړو او زر به په دغه اړه کانګرس خبر کړي.
بلينکن دا هم ويلي امکان لري چې په کابل کې خپله سفارتخانه بيرته پرانيزي خو دا به د طالبانو لخوا د امنیت په ټينګولو اډاڼه لري.
نوموړي زياته کړې د افغانستان نه يې ډېر خلک ويستلي، خو اوس هم ډېر پاتې دي او دوی به د دغو کسانو مرستې کوي او د دغو مرستو دپاره کومه وروستۍ يا ختمي نېټه نه ده ټاکل شوې.
د امریکا صدر د اپرېل په مياشت کې اعلان کړی وو چې د 31 اګست پورې د افغانستان نه ووځي.
امریکا په داسې حال کې د افغانستان نه ووتله چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی دی.
خو د امریکا د وتلو د عمل په مهال د زيارت/پنجشنبې په ورځ 26 اګست داعش د کابل په هوايي اډه ځانمرګی بريد کړی چې پکې د 13 امریکايي سرتيرو په ګډون 169 کسان وژل شوي وو، د داعش دغه ګام اندېښنې راولاړې کړي دي.
داعش د ګل/ دوشنبې په ورځ 30 اګست په کابل کې د راکټو داغلو زمه واري هم منلې ده.
د استخباراتي چارواکو په وېنا په وروستيو میاشتو کې داعش خراسان په افغانستان او په ځانګړي ډول کابل کې خپل نېټ ورک په تېزۍ سره فعاله کړی دی.
د سېنټکام مشر جنرل مېککنزي ویلي، د دوی د ارزونو ترمخه په افغانستان کې دا وخت داعش 2000 سخت دریځه جنګيالي لري، له دې وړاندې د داعش سره کله دومره ډېر جنګيالي نه وو او دا به په راتلونکې کې د طالبانو دپاره يو چېلنج وي.