لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميرکلم وزير: په شمالي وزیرستان کې سږ کال تراوسه پورې 42 هدفي وژنې شوي


ميرکلم وزیر
ميرکلم وزیر

د شمالي وزیرستان نه د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړي میر کلم وزیر د اسمبلۍ غونډې ته ویلي، په شمالي وزیرستان کې سږ کال تر دې مهاله نزدې 42 د هدفي وژنو پېښې شوي او هر کال پکې په لسګونو شمیره عام خلک وژل شوي او هغه د دغو پېښو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې وروستۍ پېښه د تیرې جمعې په ماښام د میر علي په اینځر سیمه کې شوې وه چې پکې د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوت اف وزیرستان مشر نور اسلام داوړ وژل شوی وه.

یوت اف وزیرستان، پښتون ژغورنې غورځنګ، د سیاسي ګوندونو او ځايي مشرانو د تیر اتوار په ورځ میر علي کې د داوړ د وژنې د پېښې پرضد احتجاجي مظاهره کړې چې پکې د نور اسلام داوړ په وژنه کې ککړو کسانو مالومولو او هغوی ته سزا ورکولو سره په علاقه کې د هدفي وژنو او نورې ناامنۍ د پېښو د مخنیوي دپاره په ټینګار غوښتنې شوې وې.

میر کلم وزیر ويلي په تیر یو شوا روز کې په وزيرستان کې پینځه هدفي وژنې شوي دي.

هغه زياته کړې وزیرستان د پاکستان یو وړوکې سیمه ده چرته په کال 2014م کې د وسله والو پرضد ضرب عضب عملیات شوي خو بیا هم پکې د نا امنۍ پېښې کیږي او دومره زیاتې هدفي وژنې به په ټول هیواد کې په یوه ورځ کې نه وي شوي لکه په وزیرستان کې چې کیږی.

هغه د وینا پرمهال ویلي دوی د چا نه دغه تپوس وکړي چې هره ورځ په وزیرستان کې د نامالومه کسانو لخوا په هدفي بریدونو کې بې ګناه خلک وژل کیږي او که څه هم مقدمې د نا مالومه کسانو پرضد درج کیږي خو پولیس بیا پلټنې نه کوي چې دا نامالومه کسان معلوم کړي.

هغه ویلي دوی چې کله د امنيت پوښتنه کوي بيا امنیتي ادارې خفه کیږي او پولیس يې پرضد د غدارۍ مقدمې درج کوي او بندي کوي يې.

میر کلم وزیر زياته کړې د ضرب عضب وروسته د وزیرستان حالات انتهایي زیات خراب دي او د خلکو د اسانتیا لپاره هیڅ ترقیاتي کارونه نه کیږي او یواځې د عامو خلکو وژنې روانې دي.

نوموړي د پاکستان په مطبوعاتو نيوکې کړي چې د پاکستان په مطبوعاتو کې دا یو شی نه ښودل کیږي او نه هلته کله ورغلي چې د وزیرستان نه په ازاده کچه رپورټینګ شوی وي خو د یو بل هیواد افغانستان مرکز کابل نه په خلاص مټ خبرونه خپره وي.

څيړونکی او د پاکستان دپوځ پخوانی افسر (بريګډير)سيد نذير وايي په خېبر پښتونخوا کې موجوده بريدونه او هدفي وژنې د کال 2006 او اووم په څېر دي له کومو وروسته چې بيا د ترهګرۍ لړۍ مخ په زياتيدو شوه.

په علاقه کې د تازه پېښو په اړه د شمالي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډاپور سره وي او اې ډيوه د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

خو د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر د اپریل په میاشت کې په يو شوا روز کې د پينځه تنو د وژنو د پېښې وروسته ویلي وو په علاقه کې هره پېښه هدفي وژنه نه وي.

هغه ويلي وو په علاقه کې خلک په خپلو شخصي دښمنو کې وژنې وکړي او هغه بيا هدفي وژنې شمارل کيږي.

د شمالي وزيرستان مرستیال کمشنر شاهد علي ويلي وو په علاقه کې زياتره خلک د وژنو د پېښو مقدمې د نامالومه کسانو پرضد درج کيږي، پکار ده چې خلک په مقدمو کې کسان ونوموړي پرضد به يې قانوني چلند کولی شي او د قانون منګولو ته به راوستل کيږي.

په وروستيو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د شوو زياتره بريدونو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG