لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پنجشېر کې جګړه پېل شوې، طالبانو ته د غټ تاوان اړولو دعوه


د افغانستان د پنجشېر ولايت يا صوبې په سر د مقاومت يا مزاحمت کوونکي شمالي اتحاد او طالبانو ترمنځ د خبرو د ناکامه کېدو وروسته سخته جګړه پېل شوې او مزاحمت کوونکو دعوه کړې چې د طالبانو بريدونه یې په شا تمبولي او په غټه کچه تاوان يې ورته اړولی دی.

په پنجشېر کې د مقاومت کوونکي شمالي اتحاد مشري احمد مسعود کوي، احمد مسعود د احمدشاه مسعود زوی دی چا چې د 1990 په لسیزه کې د طالبانو پرضد مزاحمت کړی وو، او بيا د القاعده وسله والو وژلی وو.

په پنجشېر کې جګړه په داسې حال کې پېل شوې چې په 15 اګست طالبانو کابل او د پنجشېر نه علاوه د افغانستان زياتره برخې نيولي وې.

په 18 اګست په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې ليکلې مقاله کې احمد مسعود ویلي وو، مجاهدين يې د طالبانو پرضد تيار دي او د پلار د وخت نه وسله يې ورسره موجوده ده، د هغه په غږ ورسره خلک په پنجشېر کې ملګري شوي او هغه پوځي سرتيري چې د افغان ملي اردو کمانډرانو د تسليمېدو نه زړه ماتي شوي هم د هغه مل شوي دي.

خو نوموړي ويلي وودا پوره نه ده که طالبان جنګيالي پرې راغله دوی به يې مذاحمت کوي او نوموړي د لويديځ يا مغرب څخه د ملاتړ غوښتنه هم کړې وه.

د افغانستان مرستيال صدر امرالله صالح هم د احمد مسعود ملګری شوی دی.

د وي او اې د خبر ترمخه د احمد مسعود وياند فهيم دشتي ويلي، طالبانو د پنجشېر په شمال ختيځ کې بريدونه کړي او په ځانګړي ډول د خاوک غره له لوري او په جنوب لويديځ کې د پروان ولايت له لوري.

دشتي دعوه کړې چې د افغانستان ملي مزاحمتي غورځنګ (چې د پنجشېر ډله دغه نوم د ځان دپاره کاروي)، د طالبانو بريدونه په شا تمبولي او طالبانو ته يې د سوونو په شمېره کې مرګ ژوبلې اړولي دي.

هغه دعوه کړې، طالبانو ته يې په غټه کچه ماتې ورکړې 150 تنه یې ورله وژلي، د 200 پورې يې ژوبل کړي او 35 يې نيولي او د طالبانو څلور کاروانونه يې تباه کړي دي.

بل لور ته د طالبانو پلويانو په ټولنيزو رسنيو داسې ويډیو خپرې کړې چې د طالبانو کاروانونه پنجشېر پله روان دي او دوی دعوه کړې چې یو شمېر هغه علاقې يې نيولي چې د مقاومت کوونکو په لاس کې وې.

د شورو/ پنجشنبې په ورځ طالبانو د پنجشېر مرکزي لاره تړلې وه.

دواړه فريقه په يو بل د خبرو د ناکامۍ تورونه لګوي.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېشن مشر مولوي متقي پرون په لومړي ستمبر ویلي وو، د پنجشېر د لانجې د حل دپاره يې سوله ييزه هڅې کړي خو کومه نتيجه یې لا مخې ته نه ده راغلې.

هغه ویلي وو د پنجشېر د مسلې د حل دپاره يې د خبرو د لارې ډېرې هڅې کړي خو بدبختانه کومه نتيجه يې نه ده ورکړې.

خو بل لور ته دشتي د نهې/ سه شنبې په ورځ وي او اې ته ويلي وو د دوی د خبرو هدف دا وو چې ټول شموله افغانانو ته د منلو وړ ترتيب راجوړ کړی شي چې پکې د ښځو او بشري حقونه خوندي وي.

هغه ویلي خبره اوس د طالبانو په غاړه ده که دوی خپل حکومت اعلانوي او ټوله شموله حکومت نه وي دا کار به د دوی وي او د دوی (مزاحمت کوونکو) دريځ به په خپل ځای وي.

طالبانو د نهې/سه شنبې په ورځ ویلي، په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبت الله په مشرۍ د شنبې د خالي د ورځې نه تر دوشنبې/ ګل د ورځې پورې درې ورځنۍ غونډه شوې او د نورو موضوعاتو سره پکې د نوي اسلامي حکومت په جوړولو او د کابيني په اړه لازمي مشورې شوي دي.

طالبانو د ټول شموله حکومت جوړولو ويلي خو تراوسه پورې داسې کومې اشارې نه دي ليدل شوي چې طالبان به په واکمنۍ کې مخالفه سياسي ګوندونه هم شامل کړي.

متقي په پنجشيريانو غږ کړی چې خپل جنګیالي او مشران ماده کړي چې وسله کېږدي او د طالبانو سره ملګري شي او دوی ته يې د سولې او امنيت باور ورکړی دی. هغه ویلي طالبانو د عامې معافۍ اعلان کړی دی او نه غواړي چې په پنجشېر کې جګړه وکړي.

خو دشتي ویلي جګړه روانه ده او دوی پوره تيار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG