لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له ترهګرۍ سره د مبارې په برخه کې له طالبانو سره پر مرستې شکمنه ده


واشنګټن - امریکا دا نه ردوي چې ښايي په افغانستان کې له طالبانو سره د داعش له ګواښ سره د مبارزې په برخه کې کار وکړي خو چارواکي په دې برخه کې د زیاتې مرستې تمه نه لري.

لوړ پوړي امریکايي جنرال مارک مېلې د نهې یا سې شنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو راوروسته د لومړي ځل لپاره په پنټګان کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، "دا امکان لري."

هغه زیاته کړه، "مونږ نه پوهېږو چې د طالبانو راتلونکې به څه وي خو زه یې درته د شخصي تجربې له مخې وایم چې دا له تېر وخت څخه یوه بې رحمه ډله ده او دا به کتل کېږي چې دوی بدلون کوي او که نه."

د دفاع وزیر لویډ اسټن هم هڅه وکړه چې د داعش په وړاندې له طالبانو سره مرسته کولو څخه ځان تېر وباسي که څه هم د امریکايي ځواکونو او طالب قومندانانو ترمنځ په دې وروستیو کې له کابل څخه د تخلیې په بهیر کې همغږي موجوده وه.

اسټن وویل، "مونږ له طالبانو سره په یو شمېر لږو مسلو باندې کار کاوه او دا د دې لپاره وه چې څومره زیات خلک چې امکان ولري مونږ راوباسو."

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرو ۲۰ کالو جګړې راوروسته باور نشته او دا پوښتنې هم شته چې ایا طالبان به د داعش په وړاندې همکاري وکړي او کنه.

خو د ممکنه همکارۍ یو دلیل یې دا دی چې طالبانو له کابل څخه د امریکایانو د وتلو او تخلیې پر وخت له امریکایانو سره همغږي کوله او بل دلیل به دا وي چې امریکا او طالبان دواړه داعش ته د شریک دوښمن په سترګه ګوري.

څه باندې یو کال مخکې طالبانو له ننګرهار او کونړ څخه داعش وویست چې د امرېکا لخوا ورسره ډېر لږ ملاتړ وشو.

یو امریکايي پوځي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط هغه مهال ویلي وو چې "مونږ د هغو طالبانو تعقیب پرېښي چې له داعش سره جګړه کوي."

دغه چارواکي دا هم ویلي وو چې، "مونږ همدارنګه د داعش په معلومو ځایونو باندې ځینې بریدونه هم کړي خو زیاتوي، چې دغه بریدونه یې له طالبانو سره په همغږۍ نه وو کړي."

د امریکا پوځي چارواکي وايي، په ځینو کلیوالو سیمو کې داعش ځینې سیمې له لاسه ورکړي خو وايي دوی باید دومره په شا وتمبول شي چې د بېرته پاڅېدو جوګه نه وي.

خو اوس چې داعش خراسان هېڅ کومه سیمه په واک کې نه لري او هر څه د طالبانو تر واک لاندې دي ځینې په دې باور دي چې طالبان ښايي د واشنګټن ټولې غوښتنې و نه مني.

یو امریکايي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، "هر چېرې چې لازمه وي هغوی به د داعش په وړاندې سخت چلند وکړي." ده زیاتوي، "دوی یې زمونږ د ګټو لپاره نه کوی."

طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فیبرورۍ د میاشتې د تړون له مخې له امریکا سره ژمنه کړې چې پرې به نه ږدي چې د افغانستان له خاورې د امریکا او د لویدیځ پر ضد کار واخېستل شي خو د ټول هېواد له نیولو سره د داعش ګڼ جنګیالي هم له افغان زندانونو څخه ازاد شول او دې خبرې شکونه راپورته کړي.

د امریکا د مرکزي قوماندې مشر کېنت مکینزي د تېرې ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي وو، "مونږ به داسې وګڼو چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ سخت دریځ داعشیان دي او له شک پرته چې اکثره یې له هغو زندانونو څخه راوتلي چې څو ورځې وړاندې پرانېستل شول."

ځینې استخباراتي ادارو هم راپور ورکړی، چې که څه هم طالبان له داعش سره دوښمنان دي خو هغه وخت له داعش څخه هم کار اخلي چې د دوی د اجندا په ګټه وي.

د امریکا د ترهګرۍ چارواکي هغو نښو ته ګوته نیسي چې طالبانو د حقاني شبکې په مرسته داعش د افغان حکومت د اهدافو پرضد بریدونو ته برابرول.

او د امریکا او طالبانو له همغږۍ سره سره داعش د تېرې زیارت یا پنجشنبې په ورځ وتوانېده چې د کابل په هوايی ډګر کې ۱۳ امریکایان او شاخوا ۱۷۰ نور کسان په یوې ځان وژونکې بمې چاودنه کې ووژني.

څو ورځې وروسته دغه ډلې د کابل په هوايي ډګر باندې ناکام راکټي برید هم وکړ.

امریکايی چارواکي وايي، دریم برید هغه مهال شنډ شو کله چې د امریکا ډرون الوتکې د تېرې یکشنبې یا اتوار په ورځ د داعش هغه تنظیم کونکی وواژه چاچې په یو موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کول.

د اوس لپاره امریکا غواړي چې له طالبانو سره د خبرو لاینونه پرانیستي وساتي.

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویکټوریا نولنډ د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "مونږ به هغو خبرو ته دوام ورکړو چې زمونږ پر ګټو ولاړې وي او همدارنګه زمونږ د متحدینو او شریکانو هم."

نولېنډ زیاته کړه، "هغوی ادعا کوي چې کولای شي د افغانستان امنیت وساتي. مونږ به ګورو چې ایا همداسې ده."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG