لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قطر او ترکي تکنيکي کارمندان د کابل هوايي اډه بيا پرانيزي


د قطر د بهرنيو چارو وزیر د زيارت/پنجشنبې په ورځ (دوېم ستمبر) ويلي د کابل د هوايي اډې د بيا پرانستلو هڅې کوي خو دا نه ده مالومه چې د هوايي اډې څخه به کله الوتنې پېل شي.

د قطر او ترکي د تکنيکي کارمندانو يوه ډله د شورو/چهارشنبې په ورځ کابل ته رسېدلې چې دغه هوايي اډه بيا پرانيزي، دغه هوايي اډه د هغو کسانو دپاره ډېره مهمه ده کوم چې د ملک څخه بهر ووځي او يا په ملک کې بهرنيو انساني مرستو ته اړتيا لري.

د کابل په هوايي اډه دغه لومړۍ الوتکه وه، له دې يوه ورځ وړاندې هوايي اډه تړل شوې وه.

د قطر د بهرنيو چارو وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان ثاني ويلي هيله لري چې هوايي اډه به ډېره زر بيا فعاله کړي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير په دې خبره ټينګار کړی چې طالبان دې د افغانستان نه بهر تلونکو کسانو دپاره د خوندي لارې او په ازاده هلوځلو دپاره د عزم څرګندونه وکړي.

نوموړي وزير ویلي په هوايي اډه د تجارتي الوتکو بيا کولو دپاره د نړيوالو قوتونو سره خبرې کوي، خو دا به کتل وي چې ايا کوم کمرشل يا کاروباري الوتکه به د هوايي اډې په بيا پرانستلو د کابل سره تګ راتګ ته تياره هم شي که نه شي.

شېخ محمد د ترکي په اړه ويلي وو هیله لري چې ترکي به یې په تکنيکي کار کې مرسته وکړي، او د زيارت په ورځ يې ویلي چې هغوی د هوايي اډې بيا پرانستلو دپاره د طالبانو او نورو وړاندې شوو منصوبو جاج اخلي.

XS
SM
MD
LG