لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان او د احمد مسعود ډله د بنجشېر په جګړه کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې دعوې کوي


واشنګټن ـــ د افغانستان په پنجشېر ولایت کې د طالبانو او د احمد مسعود د وسلوالو تر منځ جګړه لا روانه ده، طالبان د ځینو سیمو د نیولو دعوې کوي خو د دوی مخالف اړخ یې دعوې رد کړې دي.

په افغانستان کې طالبان په داسې وخت کې د پنجشېر د نیولو لپاره په جګړه بوخت دي چې د نوي حکومت جوړولو ته نیژدې شوي دي.

په پنجشېر ولایت کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو د مخالفې ډلې مشرانو د طالبانو هغه دعوې رد کړې دي چې وایي تېره شپه یې د شوتل او خاوک ولسوالۍ نیولې دي.

پنجشېري وسلوال وایي چې کاپیسا ته نیژدې په دربد او د بغلان د اندراب ولسوالۍ په خاوک سیمه کې یې له طالبانو سره درنه جګړه روانه ده. په شوتل ولسوالۍ کې د احمد مسعود د ډلې یوه کمانډر وي او اې ته وویل، چې طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره بریدونه وکړل خو وایي د دوی وسلوالو بیرته پر شا وتمبول.

ځایي اوسېدونکو وي او اې ته وویل چې دواړو غاړو ته د تېرې شپې په جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو د مړیو او ټپیانو کره شمېر یې ونه وایه، خو پنجشېري وسلوال دعوه کوي چې د تېرې په جګړه کې یې لسګونه طالب وسلوال وژلي دي.

د طالبانو یو چارواکی بلال کریمي وایي د پنجشېر په دربند او اعنابه سیمو کې یې په جګړه کې یې د احمد مسعود ډلې د درو ځایي قومندانانو په ګډون ۳۱ وسلوال وژلي دي، خو وایي یواځې څلور وسلوال طالبان د مخالفې ډلې په ډزو وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

کریمي پر خپل ټویټر لیکلي چې په پنجشیر کې د پریان ولسوالي له څلورو اړخونو تر عملیاتو لاندې ده او پراخې سیمې یې نیول شوې دي:

"د درې په نوم د مهمې سیمې- چې درې ولسوالۍ په کې ابادې دي- راسته اړخ یې هم ټول نیول شوی دی".

خو د طالبانو د مخالفې جبهې یا محاذ ویاند فهیم دشتي بیا د ولسوالیو د نیولو په اړه د طالبانو دعوې رد کړې دي او وایي د تېرو څلورو ورځو په جګړه کې 350 وسلوال طالبان وژل شوي او لږ تر لږه 290 نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د دوی د وسلوالو د مرګ ژوبلې دا دعوې رد کړې دي.

طالبانو د احمد مسعود له ډلې سره لومړی د خبرو هڅه وکړه او د سیمې د مشرانو په وسیله یې وغوښتل چې خبره جګړې ته ونه رسېږي خو د خبرو له ناکامېدو سره د دواړو ډلو تر منځ جګړه پیل شوه او طالبانو لا د خپل حکومت د هڅو تر څنګ د دې وروستي ولایت د نیولو لپاره وسلې هم پر مځکه نه دي ایښې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG