لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان وايي ‌نوی افغان حکومت به یې د امریکې سره د ښو اړیکو هڅې کوي


واشنګټن ـــ د افغان طالبانو یو اعلا چارواکی وایي دوی په افغانستان کې د خپل مجوزه حکومت جوړښت اعلان ته نزدې دي چې د امریکې او نورې نړۍ سره به د خپل منځي احترام په بنیاد د ملګرتیا د سفارتي اړیکو ساتلو هڅې کوي.‌

د طالبانو جګپوړي چارواکي او د ثقافتي کمېشن غړي‌ بلال کریمي واېس آف امرېکا ته ویلي د نوي حکومت د جوړښت لپاره تر اوسه پورې نېټه ټاکل شوې نه ده خو دا چې دا به ډېر زر وي.‌

نوموړي دا خبره د هغو رپورټونو په ځواب کې کړې چې ګنې د طالبانو تحریک به د جمعې په ورځ د خپل حکومت اعلان وکړي.‌

بلال کریمي د واشنګټن سره د کابل د راتلونکو اړیکو په حقله خوشبیني څرګنده کړې او ویلي د طالبانو اسلامي امارت د امریکې سره د خپل منځي احترام او برابرۍ په بنیاد ښه سفارتي، اقتصادي او تجارتي اړیکو خواهش لري.‌

ددې وړاندې د واېټ هاوس ویاندې جېن ساکي ویلي امرېکا دا وخت په افغانستان کې د راتلونکي نوي او غېر منتخب حکومت سره د تعلق په حقله انتظار کوي او حالاتو ته ګوري.

جېن ساکي ویلي د وفاقي حکومت دننه صدر، د دفاع وزیر او په استخباراتي ټولنه کې یو کس هم دا نه وايي‌ چې طالبان سم خلک دي.‌ هغې زیاته کړې همدا وجه ده د دوی دریځ ډېر واضحه دی چې د طالبانو په تسلیمولو (په رسمیت پېژندلو) کې تادي نه کوي او دوی به حالاتو ته ګوري.‌‌

طالبان د خپلو وعدو سر ته رسولو په سر د نړۍ د نظر لاندې دي چې وايي‌ د دوی حکومت به د ټول افغان نسلي ډلو استازيتوب کوي او په کابل د خپلې پخوانۍ سخت دریځې واکمنۍ برعکس به د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو احترام کوي.

چې کله د کریمي نه واېس آف امریکا پوښتنه وکړه چې د طالبانو مجوزه حکومت به نړۍ ته څومره د منلو وړ وي،‌ نو هغه وویل ، ‌”دا به ټول شموله مضبوط مرکزي حکومت وي.‌ زمونږ د وړاندې نه د یو شمېر ملکونو سره ډېرې ښې اړیکې دي او مونږ د څه قسم ستونزو طمع نه لرو. “

برتانیې د جمعې په ورځ په دې خبره زور راوړی چې دوی به طالبان خپلو کړو ژمنو ته راټینګوي او دا به یقیني کوي چې د وعدو وروسته په دې عمل وکړی شي.

د پاکستان په سفر د برتانیې خارجه سېکرېټري ډومېنېک راب ویلي برتانیه په افغانستان کې د نوو حقیقتونو سره ځان برابر ساتي او نه غواړي چې د دغه هېواد ټولنیزه او اقتصادي اډاڼه ماته شي.

ډومېنېک راب وویل،‌” مونږ چې کومه تګلاره په دې وخت خپله کړې هغه دا ده چې مونږ د حکومت په توګه طالبان نه تسلیموو خو مونږ ددې اهمیت وینو چې د طالبانو سره نېغ په نېغه رابطه وساتو. “

د طالبانو چارواکي بلال کریمي د مېډیا هغه رپورټونه ناسم وبلل چې پکې ویل شوي د دوی د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر به د نوي حکومت مشري کوي او دا چې د طالبانو مجوزه حکومت به د ګاونډي هېواد ایران د حکومتي نظام په رنګ وي.

XS
SM
MD
LG