لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه د ستمبر پر 13مه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ځانګړې غونډه کوي


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو په یو تازه رپوټ کې ویل شوي چې افغانستان دا وخت له بشري ناورین سره مخ دی،‌ ځکه چې وایي تر نیمایي زیات خلک یې بشري مرستو ته اړتیا لري. د طالبانو راتګ هم زرګونه خلک یو ځل بیا له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.

رپوټ وایي په هرو درو افغان وګړو کې یو یې په دې نه پوهېږي چې د راتلونکي وخت ډوډۍ به له کومه کوي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې په راتلونکي یوه کال کې به د افغانستان تر پینځه کلنۍ کم عمره تقریباً نیمایي ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.

د همدې لپاره ملګري ملتونه د ستمبر پر 13مه په جنېوا کې له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه نړیواله غونډه کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انټونیو ګوتېریش وایي د دې غونډې هدف په افغانستان کې د "راتلونکي بشري ناورین" مخنیوی دی. ښاغلي ګوتېریش له نړیوالې ټولنې غوښتي د افغانانو د ملاتړ لپاره دې لاسونه سره یو کړي:

"مونږ له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره بشپړ او له خنډ پرته لاسرسی غواړو او دا ډاډ تر لاسه کول غواړو چې افغانانو ته د اړتیا وړ خدمتونه برابر شي".

نړیوالې مرستندویه ادارې وایي د طالبانو تر راتګ وړاندې هم د وچکالۍ له کبله یو شمېر خلکو په کافي اندازه خواړه نه لرل خو وایي‌ طالبانو چې واک په لاس کې اخیستی افغانستان یواځې شوی او اقتصاد یې هم ګډوډ دی، له همدې کبله کېدای شي میلینونه کسان له لوږې سره مخ شي.

په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي آر ویاند بابر بلوچ اې بي خبري ایجنسۍ ته ویلي، افغانستان دا وخت د خلکو د داخلي کډوالۍ له بحران سره هم مخ دی:

"څه ته چې موږ زیاته توجه کوو هغه دا دي چې دا بحران په بشري ناورین بدل نه شي، ځکه خو موږ له نړۍ غواړو چې په دې وخت کې له افغانانو او افغانستانه توجه بلې خواته وا نه ړوي".

ښاغلي انټونیو ګوتېریش وایي ملګري ملتونه د افغانستان له ولس سره ولاړ دي او له دوی سره به په هر حالت کې مرستې کوي.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی وو چې په څو ورځو کې به افغانستان د دارو درملو او نورو روغتیایي توکو له کمښت سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې 18 میلینه خلک په بهرنیو مرستو ګوزاره کوي.

د بشري بحران تر څنګ افغانستان له سیاسي بحران سره هم مخ دی او طالبان لا پر دې نه دي‌ بریالي شوي چې خپل حکومت اعلان کړي.

د نوي حکومت جوړولو ته که یوې خواته نړیوال په تمه دي خو بلې خواته خپله افغانان هم نه پوهېږي چې طالبان به څه ډول حکومت جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG