لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې حامله پوليسه وژل شوې، وژونکو يې ځان ته مجاهدين ويل


نګار معصومي
نګار معصومي

د افغانستان په غور ولايت کې وسله والو کسانو يوه حامله (اميندواره) ښځينه پوليس وژلې ده، د دغې پوليسې زوي ويلي وژونکو يې ځانونه د مجاهدينو په نوم معرفي کول.

دغه پولیسه چې وژل شوې نګار معصومي نومېده، د هغې خور او يو ځايي خبريال دغه پېښه سي اېن اېن ته تاييد کړې ده چې د خالي/شنبې په شپه څلورم ستمبر دا پېښه شوې ده.

دوی ویلي معصومه د غور په زندان کې په دنده وه او دا وخت د اته مياشتو امېندواره وه چې وژل شوې ده.

د پوليسې زوي محمد حنيف په يوه ويډیو کې ويلي وسله والو چې ځانونه مجاهدين معرفي کول، مور يې ورله د کورنۍ د غړو په وړاندې په دې تور وژلې چې هغه اربکۍ وه.

طالبانو ويلي په دغه پېښه کې لاس نه لري او پلټنې يې کوي.

حنيف ويلي مور يې امېندواره وه او وسله والو نه يواځې د هغه مور بلکې دوه تنه وژلي دي.

هغه په حکومت غږ کړی چې د مور وژونکي يې مالوم کړي او د قانون منګولو ته يې راولي کنه خبرداری يې ورکړی هغه به په خپله قانون په لاس کې واخلي.

د طالبانو ځايي وياند بلال کريمي ویلي، مجاهدينو هغه نه ده وژلې او ښکاره چې هغه په شخصي دښمنۍ کې وژل شوې ده.

په غور کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولي او د عامې معافۍ د ورکولو اعلان يې کړی وو.

طالب مشرانو د ښځو په ټولنه کې د مهم رول لوبولو ويلي دي.

خو بيا هم د افغانستان په کابل، هرات او بلخ کې ښځو احتجاجي مظاهرې کړي او د خپلو حقونو خوندي کولو غوښتنې يې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG