لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خبریالانو ته دپاکستاني طالبانو ګواښ،دپښتنو سیمو خبریالان ددوؤ بلاګانو منځ کې راګیر دي،څېړونکي


دپاکستاني طالبانو تحريک ملکي او بهرنیو رسنيو سره کارونکو خبريالانو او د ميډيا ادارو نورو اړونده کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې دوئ ته ترهګر يا تندلارو ویلو څخه ډډه وکړي ګنې د دوئ سره به د دښمن په توګه چلند وکړل شي۔

دطالبانو ددې ګواښ یا خبرداري په اړه څېړونکي او خبريالان وايي چې د پاکستان په پښتون مشتو سېمو کې د تيرو 20 کالو راهسې خبريالان په جنګي صورتحال کې رپورټنګ کوي نو بايد چې صحافتي تنظيمونه د بېلا بېلو ګوندونو او وسله والو ډلو له پاره ځانګړو اصلاحاتو کارولو له پاره تګلاره وضع کړي ترڅو کوم خبریال د څه ډولو جنجال سره مخ نه شي۔

دپاکستاني طالبانو تحریک تیره ورځ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ دوئ دپاکستان حکومت سره په جګړه بوخت اؤ ددې جګړې یو فریق دی ځکه نو دوئ باید دمتوازې ډلې په توګه یاد کړل شي اؤ که چرې بیا د ترهګرو،تندلارو یا خونړیو په نومونو یاد کړی شول نو بیا به دوئ دخپل نوي دښمن(خبریالانو) سره مخ وي.

دتحريک طالبان پاکستان لخوا په ټولنيزو رسنيو دخپور شوي دغه بيان په هکله په پېښور کې ميشت وتلی خبريال مشتاق يوسفزئ وي او ای ډيوه ته وويل چې خبريالانو له په داسې جنګي صورت حال يا کنفلکټ کې بې پلوه پاتې کیدل د دوئ په ګټه دي۔

هغه وایي " چونکې پاکستان کې حکومت او عدالت (تحريک طالبان پاکستان) يو ترهګر ګروپ ګرځولی دی، نو که په پاکستان کې ميډيا يا صحافيان د هغوئ خپل نوم وښايي يا يې خبرو ته اهميت ورکړي نو بيا دپاکستاني قانون مطابق د هغې ادارې يا صحافي خلاف کاروايي کېږي نو داسې اوس صحافيان د دوؤ بلاګانو په منځ کې ګېر دي"

دمشتاق یوسفزي په وینا يو طرف ته حکومت دی، پوځ دی بل طرف ته پاکستاني طالبان دي، نو پکار دا ده چې دټي وي، ريډيو يا اخبار صحافي د يو ګوند يا بل ګوند سلاکار يا د هغه د پاره د پروپېګنډې اله نه جوړېږي او چې هر کله یو خبریال بې پلوه صحافت کوي نو زما په خيال بيا به دومره مشلات نه وي"

نوموړی وايي بايد د ميډيا ادارو ملکان د حکومت سره په دې اړه خبرې وکړي او داسې يو حل ولټوي چې د خبر ورکولو وروسته صحافيان د کوم يو فريق لخوا د ستونزو سره نه مخ کېږي۔

" پکار دا ده چې اوس مالکان د حکومت سره کېښني چې داسې الفاظ استعمالوي چې هغه د هر چا د پاره وي او په هغه الفظو باندې څوک نه خفه کېږي، ځکه چې خلک به کار هم کوي، اوس دغه صحافيان دي، دوئ به په خپله ځي، دوئ رپورټنګ کوي دوئ به خبر راوړي دوئ به مالومات ورکوي"

د راپورونو ترمخه تحريک طالبان پاکستان د بېلا بېلو وسله والو ډلو تنظيم دی چي په کال 2007م کې جوړٖ شوی او د اکستان وفاقي حکومت په کال 2008 کې ياد تنظيم ناچله ګرځولی دی۔

د ټي ټي پي ترجمان محمد خراساني لخوا په دغه بيان کې دا هم ويلي شوي چې تحريک طالبان پاکستان او د هېواد دامنیتي ادارو ترمنځه جګړه کې دې ميډيا د پرې جمبې نه کار نه اخلي او دا چې دوئ ته کوم ترهګر او انتها پسند ويل کېږي هغه پره جمبه ښکاره ثابتوي۔

د پېښور پوهنتون د صحافت د څانګې استاذ او څېړونکي پروفېسر ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وويل چې بايد صحافتي تنظومونه په جنګي صورت حال کې د توله خبرونو ورکولو او په خبرونو کې مناسبو اصلاحاتو کارولو لپاره تګ لاره وضع کړي۔

هغه وایي " دا جنګ د يو کال يا دوؤ کالو خبره نه ده دا جنګ به روان وي دلته کې، نو زه دا وايم چې صحافيان د پرېس کلب په کچه يا د دوئ چې کوم تنظمونه دي د هغې په کچه کېښني او داسې طريقه کار وضعه کړي چې دا نارمل جرنلزم نه دی دا د کنفلکټ يا شخړو جرنلزم دی د دې به ژبه بدله وي، ددې به اصطلاحات بدل وي، د دې طريقه کار به بدل وي او دا صحافيان به په دې اړه خپل علم هم وسيع کوي چې دوئ خپل ځانونه بچ کړي"

د ډان ورځپاڼې ترمخه په خېبر پښتونخوا او پخوانۍ فاټا کې خوا وشا 30 صحافيان د ترهګرۍ او هدفي وژنو ښکار شوي دي۔ خو لا تراوسه دا نه ده څرګنده شوې چې دغه ټول يا په دغو کې ځينې د وسله والو لخوا وژلی شوي دي ځکه چې تقريبا په ټولو پېښو کې ککړ تنانو ته لا تر دې دمه سزا نه ده ورکړل شوې۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG