لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا: د طالبانو د حکومت اعلان ته کتنه کوو. چین: هرکلی یې کوو


واشنګټن ـــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلینکن پرون د جرمي په رېمسټاین پوځي مرکزي کې له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره ګډې خبري غونډې ته وویل، د طالبانو حکومت به د هغوی په عملي کار سره ارزوي:

"طالبانو نوی لنډمهالی حکومت اعلان کړ، موږ یې اعلان ته کتنه کوو خو د دوی پر دې خبره برسېره چې وایي حکومت به یې ټولشموله وي، د کابینې په فهرست کې داسې کسان دي چې یا د طالبانو غړي او یا د هغوی نیژدې ملګري دي او ښځه پکې نه شته، موږ په دغو کسانو کې د ځینو پر تړاو او پخواني ریکارډ هم اندېښمن یو".

خبري غونډې ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل، د طالبانو اعلان شوې کابینه او په کابل کې پر احتجاج کوونکو ښځو د طالبانو تشدد او د خبریالانو نیول د هیلې او امید خبره نه ده:

"د داسې لنډمهالي حکومت جوړول چې نور اړخونه پکې شامل نه دي د نړیوالې همکارۍ او په دې هېواد کې د ارامۍ نخښه نه ده او موږ هیله من یو چې د حکومت په لا جوړېدو سره به- چې لا بشپړ نه دی- نړۍ ته ښه پیغام ورکړي".

بل لور ته چین، پاکستان او ازبکستان د طالبانو د لنډمهالي حکومت هرکلی کړی دی او تمه یې څرګنده کړې ده چې د افغان ولس غوښتنې به پوره کړي او د سولې لپاره به کار وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبین پرون یوې خبري غونډه ته وویل:

"چین د طالبانو د لنډمهالي حکومت اعلان او د امنیتي کسانو منظم کول ډېر مهم ګڼي. دې کار په افغانستان کې د څه باندې درې اوونیو ګډوډي ختمه کړه او دا د امنیت د بیا ټینګېدو او د افغانستان د ابادېدو پر لور یو ضروري ګام دی".

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې ویلي د طالبانو د حکومت هرکلی کړی او په یوه بیان کې یې ویلي:

"موږ هیله من یو چې دا پرېکړه به په افغانستان کې د یوه پراخ ملي تړون، دایمي سولې او ارامۍ د ترلاسه کېدو پیلامه شي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د نوي حکومت هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دوی به د افغان ولس له بشري غوښتنو سره سره د امن او ارامۍ لپاره هم کار کوي.

طالبانو د ستمبر پر شپږمه د لنډمهالي حکومت ۳۳ کسیزه کابینه اعلان کړه، چې ملا محمد حسن اخوند به یې د هېواد رئیس الوزراء یا وزیراعظم وي، ملا عبدالغني برادار به یې لومړی مرستیال او مولوي عبدالسلام حنفي به یې دویم مرستیال وي.

د طالبانو نوې کابینې لا تر اوسه لوړه یا سوګند نه دی کړی خو د داخله چارو وزارت یې پرون په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړ، چې هیچا ته هم بې له اجازې په هېواد کې د احتجاجي مظاهرو اجازت نه شته.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې لږ تر لږ څلرویشت ګنټې مخکې باید د عدلیې له وزارته اجازه واخیستل شي او امنیتي ادارو ته خبر ورکړل شي، وایي که څوک له دې کاره پرته د احتجاج لپاره سړکونو ته را ووځي نو د هر ډول پېښه ذمه وار به پخپله وي او سخت قانوني چلند به ورسره وشي.

طالبانو دغه اعلان وروسته له هغه وکړ چې پرون پر پینځمه ورځ هم ګڼ شمېر ښځو په کابل کې یو ځل بیا د خپلو حقونو لپاره مظاهره وکړه، خو طالبانو یې بیا د احتجاج مخه ونیوله او په دې مهال یې یو شمېر خبریالان هم ونیول. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر یوناما په یو بیان کې وویل د رایې ازادي او پرامنه احتجاج د خلکو بنیادي حق دی.

افغانو ښځو د تېرو ورځو په احتجاجونو کې غوښتنه کوله چې د طالبانو په حکومت کې دې برخه ورکړل شي او دوی ته په تېرو شلو کلونو کې ورکړل شوي حقونه دي و ژغورل شي خو طالبانو نه یواځې په خپله کابینه کې کومه ښځه نه ده شامله کړې بلکې د ښځو چارو وزارت یې هم نه دی اعلان کړی.

XS
SM
MD
LG