لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان وضعیت،جنرال باجوه پوځ ته دهر رقم ګواښونو په وړاندې دچمتو اوسیدو غږ کړی


دپاکستان دپوځ دکورکمانډرانو په کانفرنس کې دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د هر رقم روایتي اؤ غیر روایتي ګواښونو په وړاندې پوځ ته د چمتو اوسیدو وینا کړې اؤ ویلي یې دي چې پاکستان به دخپل هیواد دننه دامن تباه کولو هڅې په هرقیمت شنډوي.

دجمعې په ورځ دپوځ دعامه اړیکو دڅانګې لخوا دخپور شوي بیان له مخې دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ دکور کمانډرانو راجوړ شوي کانفرنس کې دنړیوال،سیمه ییز اؤ کورني امنیت د وضعیت په ګډون دافغانستان په تازه صورتحال غور شوی دی.

بیان کې ویل شوي چې کانفرنس کې دافغانستان سره دپاکستان دلګیدلې پولې په وضعیت اؤ احتیاطي تدابیرو هم بحث شوی اؤ دپوځ مشر دپولې دڅارنې په نظام د ډاډ په څرګندولو سره ویلي چې دپولې دڅارنې دنظام په اساس په پوله هر رقم تګ راتک اؤ کورنی امنیتي وضعیت په قابو کې دی.

دکور کمانډرانو دا کانفرنس په داسې حال کې جوړ شوی چې په افغانستان دطالبانو له قبضې وروسته په اووم ستمبر طالبانو دافغانستان دپاره خپل لنډمهاله حکومت اعلان کړی .

خو په افغانستان دطالبانو د واکمنۍ سره سم دپاکستان دننه هم په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې ده دپاکستان دامنیت په اړه یوه څېړنیزه اداره پخپل رپورټ کې وایي چې یوازې دتیر اګست په میاشت کې دپاکستان دننه ۴۵ بریدونه شوي دي چې پکې نزدې 64 تنان وژل شوي.

په وژل شوي کسانو کې 34 عام وګړي او 22 د امنيتي ادارو غړې شامل دي اؤ دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

دپوځ بیان کې ویل شوي چې جنرال قمر جاوید باجوه افغانستان څخه دبهرنیو وګړو په ویستو کې دپوځ دکردار ستاینه کړې اؤ ویلي یې دي چې پاکستان سیمه کې دتلپاتې امن دپاره هڅې کوي.

په دغه موقعه جنرال باجوه په نړیواله ټولنه هم غږ کړی چې افغانستان کې دبشري خواخوږۍ په اسان خپل رول ولوبوي .

هغه ویلي سیمه کې دتلپاتې امن دپاره د نړیوالې ورورولۍ رغنده کردار ته اړتیا لیدل کیږي اؤ ټولې خواوې باید په سیمه کې دامن دپاره خپلو کې اړونده همکاري پراخه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG