لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: پوځ د ترهګر د وژلو دعوه کړې خو ځايي خلک وايي وژل شوی تن د سکول زده کوونکی وو


شمالي وزيرستان کجورۍ کې احتجاجي مظاهره
شمالي وزيرستان کجورۍ کې احتجاجي مظاهره

د پاکستان پوځ ويلي د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې یې د استخباراتي مالوماتو په اساس د وسله والو په ضد عملیات کړي او یو ترهګر يې پکې وژلی او 6 يې ګرفتار کړي دي، خو ځايي خلکو احتجاجي مظاهره کړې چې وژل شوی تن تنکی ځوان د سکول زده کوونکی او بې ګناه وو.

د پاکستان پوځ د خالي/شنبې په ورځ (11 ستمبر) ويلي چې پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو د موجودګۍ په خبرتیا عمليات کړي دي.

پوځ ویلي، د وسله والو سره د میر علي په حیسوخېل سیمه کې د عملیاتو په مهال نښته شوې چې پکې یو وسله وال وژل شوی او د هغه نور شپږ ملګري نیول شوي دي.

پوځ په دې اړوند نور مالومات نه دي شريک کړي.

په شمالی وزیرستان کې دا تازه عملیات په داسې حال شوي چې تیره اونۍ 7 ستمبر پوځ ویلي وو د رزمک سب ډویژن دوصلي سیمه کې د یوې چاودنې په نتیجه کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي وو.

بل لور ته په میر علي کې احتجاجي مظاهره شوې او ځايي خلکو او د وژل شوي تن کورنۍ ویلي وژل شوی تن بې ګناه دی او په پینځم ټولګي کې يې زدکړې ترلاسه کولې.

د هغه ورور منصور میډیا ته ویلي ورور یې د حطدر خیل په هايي سکول کې د پينځم جماعت زده کوونکی وو 12 کاله عمر یې وو کوم جرم یې نه دی کړی بې ګناه وژل شوی دی، هغه ويلي د دوی سره دې انصاف وشي.

یو بل تن اکبر خان ویلي 14 کلن زوی يې نیول شوی هغه وویل دوی په هیڅ قسمه نا امنۍ کې لاس نه لري او نه کوم ورانکاري دي تیره ورځ امنیتي سرتیري راغلل د دوی په علاقه کې يې عملیات پېل کړل او زوی يې ورله د عملياتو په مهال پورته کړی دی.

دغه احتجاج کوونکي د میر علي په کجوري سیمه کې را غونډ شوي وو چې پکې د ځايي خلکو تر څنګ پښتون ژغورنې غورځنګ او یوت اف وزیرستان فعال هم شامل وو او د انصاف غوښتنې یې کولې.

د پي ټي ایم فعال عید رحمان وايي د ضرب عضب وروسته په سلګونو شمېره ځایي کسان د هدفي وژنو ښکار شوي هغه وویل دوی د نا امنۍ د مخنیوي غوښتنه کوي خو د نا امنۍ د مخنوي پرځای عام خلک ځورول کیږي او وژل کیږي.

عید رحمان وویل د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګول شوی او په سیمه کې ضرب عضب عملیات شوي خو بیا هم د نا امنۍ پېښې پکې ورځ تر بلې سېوا کیږي.

پوځ تر اوسه د خلکو احتجاج ته څه ځواب نه دې ویلی، او وایس اف امریکه ډیوه د ضلعې د پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور سره د رابطې هڅه کړې خو هغه هم کوم ځواب نه دی ويلی.

په شمالي وزیرستان کې په کال 2014 کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب نومی پوځي عملیات شوي او دغه علاقې پاکې ګرځول شوې خو بیا هم د علاقې نه د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو خبرونه ترلاسه کیږي.

د پاکستان پوځ ويلي په عملیاتو کې يې هغه کسان نیولي او وژلي چې د ورانکارۍ په پیښو کې يې لاس لرلو.

بل خوا په جنوبي وزیرستان کوټکې سیمه کې د لېنډ ماین چاودنو ښکار شوي کسانو احتجاجي پرلت نن په اوومه ورځ هم دوام لري او دغه احتجاج کونکي څلور غوښتې لري وايي،

یو دا چې لېنډ ماينونه يا په ځمکه کې ښخ ماينونه دې په مکمله توګه پاک کړی شي، د ماین چاودنو ښکار کسانو ته دې د علاج لپاره مرستې ورکړل شي، دوی ته دې نوکرۍ یا وظیفې ورکړل شي او څلورمه غوښتنه کوي چې د کومو کسانو د څارو تاوان شوی هغه تاوان دې ورته ورکړی شي.

انتظامیه وايي د احتجاج کوونکو سره يې لیدلي او د دوی غوښتنې يې د لوړ پوړو حکومتي چاوراکو سره شريکې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG