لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په کرونا دخلکو اخته کېدو اؤ مړینو لړۍ تم نه شوه


Virus Outbreak Pakistan

دولتي شمیرې ښایي چې پاکستان کې دتیر یو شواروز په مهال 67 کسان نور په کرونا وایرس مړه شوي اؤ 2988 کسانو ته ددې وایرس د ورپورې کیدو پخلی شوی دی.

پاکستان کې په کرونا دځار دولتي ادارې ویلي په تیرو څلېریشتو ساعتو کې دپاکستان دننه د کرونا د مثبتو پېښو کچه 5.62 ته رالویدلې ده.

داین سي او سي تازه شمیرې په ډاګه کوي چې تر دې مهاله پاکستان کې ټولو 12 لکو اؤ7508 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوي خو په دې کې نور بېرته روغ شوي اؤ دا وخت په کرونا داخته ناروغانو شمیره یوازې 90545 ده.

دکرونا دڅار اداره وایي په یادو ناروغانو کې د5066 وضعیت خورا سخت دی.

خو دا هغه شمیرې دي چې پاکستان کې دشوؤ طبي ټیسټونو په اساس مخې ته راغلي اؤ څېړونکي وایي چې ګڼ شمیر خلک پاکستان کې اوس هم داسې شته چې هغوئ لا په کرونا باور نه کوي اؤ دې ته دټوقو یا حکومتي چال په نظر ګوري.

دکرونا دڅلورمې څپې په مهال دپاکستان یو شمیر بیلابیلو مهمو ښارونو کې دحکومت لخوا بندیزونه پرځائ کړل شوي چې ددغو بندیزونو په اساس د سورلیو ګاډي بند کړل شوي.

د ودانیو دننه د ودونو ،ښادو اؤ نورو سترو دستورو اجازه نشته ، اؤ که د ودانۍ نه بهر هم څوک په خلاصه ډاګه د واده ښادۍ دستورې کوي نو هغې دپاره هم حکومت خپلې سپارښتنې د این او سي دلارې د ودونو دهالونو مالکانو ته رسولي دي.

همداشان د۱۲ ستمبر پورې بیلابیلو ښارونو کې تعلمي ادارې هم تړل شوي اؤ حکومت پرله پسې په خلکو ټينګار کوي چې کرونا باید جدي ونیسي خو پېښور کې میشت خبریال ناصر داوړ وایي چې دکرونا وایرس که هرڅو زمونږ دسترګو وړاندې پروت یو حقیقت دی خو دبدنصیبۍ نه لکه دپولیو دلته د کرونا په ضد هم دومره ناوړه پروپیګنډه وشوه چې اوس خلک کرونا ګپ یا ټوقې ګڼي

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل مخکې چې کله دلته کرونا شدیده شوه نو خلک د څه وخته پورې وویریدل، ماسک یې هم کارؤلو،سنیټائزر اؤ دستانې به یې هم کارولې چې دهغې په وجه پاکستان کې دومره نقصان ونه شو لکه ګاونډي هیواد هند کې چې وشو

خو ناصر داوړ وایي دا اوس ډيره عجیبه ده چې روزانه زمونږ په زرګونو خلک په کرونا اخته کیږي، په سوؤنو یا شلګونو مري خو اوس خلکو احتیاطي تدابیر هیر کړی‌ اؤ په خلاص مټ خپلو غم ښادو کې برخه اخلي.

خبریال داوړ وایي حکومت که هرڅو په پیل کې دکرونا ضد ویکسین د استعمال لړۍ ډيره په مزه یا قلاره ساتلې وه خو اوس یې دا لړۍ چټک کړې اؤ هیله ده چې ددې به هم ښې نتیجې مخې ته راشي

XS
SM
MD
LG