لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې د پاکستان سيند صوبې حکومت ته درې لکه 20زره فايزر ويکسين ورکړي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امریکا کونسلګرۍ د سيند صوبې حکومت ته د کرونا ضد درې لکه 20زره 580 فايزر ويکسين ورکړي دي چې د لارې يې د سیند صوبې د حکومت سره د کرونا ضد مبارزه کې مرستې وکړي.

کونسلګرۍ په ټويټر ويلي، امریکا وياړي چې د پاکستان د خلکو همکاري کوي او په دې وبا کې د دوی ژوند ژغوري.

ويل شوي دغه ويکسين د هغه شپږ اعشاريه شپږ ملينه ويکسينو برخه ده چې امريکې پاکستان ته ورکړي دي. کونسلګرۍ ویلي دا څلورم ځل دی چې امریکا پاکستان ته ويکسين ورکوي او تراوسه بورې يې نزدې 16 ملينه ويکسين ورکړي دي.

په کراچۍ کې د امریکې کونسل جنرل مارک سټرو دغه ويکسين د سيند صوبې د صحت وزیرې عزرا پيچوهو ته سپارلي دي.

پيچوهو ويلي د سيند صوبې د حکومت هڅې روانې دي چې په ټوله صوبه کې ويکسين ورسوي او په هر ځای کې خلکو ته ويکسين ولګي.

پيچوهو زياته کړې چې ځينې پرمختيايي هېوادنو پاکستان په رېډ لسټ، يا سور فهرست کې شامل کړی، چې له امله يې هغه پاکستانيان چې د بهرنيو هېوادونو نه ملک ته راغلي کسان اوس نه شي کولی چې بيرته ستانه شي.

د صحت وزیرې ويلي د فايزر ویکسينو په ترلاسه کېدو به په صوبه کې د ويکسينو لګول عمل ګړندی شي او په ځانګړي ډول د فايزر څخه به ځوانان او حامله (امېندواره) ښځې ګټې واخلي.

امریکې له دې وړاندې هم پاکستان ته فايزر او موډرنا ويکسين ورکړي او د 50 ملینه ډالرو مرستې يې ورسره کړي دي.

امریکې پاکستان ته دا تازه ويکسين په داسې حال کې ورکړي چې په پاکستان کې اوس هم د کرونا وبا په تيزۍ سره روانه ده.

په پاکستان کې په تير شوا روز کې نور 78 کسان د کرونا وبا څخه مړه شوي دي.

بل لور ته په ملک کې د کرونا د څار او انتظام کمېټۍ (اېن سي او سي) ويلي په تيرو 24 ساعتونو کې په ملک کې د لسو لکو نه زیات ويکسين لګول شوي دي.

ويل شوي تراوسه پورې په ملک کې ټول 69.5 ملينه ويکسين لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG